دفاع وزارت: ارزګان کې ۲۰ طالبان وژل شوي دي

دفاع وزارت: ارزګان کې ۲۰ طالبان وژل شوي دي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۳۰ مه:

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده چې د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې يې ۲۰ طالبان وژلي  دي.

خبرپاڼه کاږي، د عملیاتو په ترڅ کې، د وسله والو طالبانو د  وسلو او مهماتو دوه زېرمې هم کشف شوي او تر لاسه شوي دي.

ملي دفاع وزارت خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې یادونه نه ده کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.