دفاع وزارت: بالا مرغاب ولسوالي نه ده سقوط شوې

دفاع وزارت: بالا مرغاب ولسوالي نه ده سقوط شوې

ملي دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالي د طالبانو لخوا نیول شوې ده.

 

ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې جګړه سړه شوې ده او هغه سیمې چې د طالبانو لاس ته ورغلې وې، بېرته افغان ځواکونو نیولې دي.

 

خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان کومانډو ځواکونه یاده ولسوالۍ کې پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي او تر اوسه یې طالبانو ته درانه تلفات ور اړولي دي.

 

یو ساعت مخکې ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې ګنې د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالي د طالبانو لخوا سقوط شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.