دفاع وزارت: د افغان ځواکونو لیکو کې هېڅ خیالي سرتېری شتون نه لري

 دفاع وزارت: د افغان ځواکونو لیکو کې هېڅ خیالي سرتېری شتون نه لري

محور، شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د ملي دفاع وزارت د (SIGAR) وروستۍ ادعا چې پدې وزارت کې یې د خیالي ځواکونو پر شتون کړې وه رد کړه.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د (SIGAR) د وروستي راپور په غبرګون کې وویل چې د هېواد د دفاعي ځواکونو په لیکو کې هېڅ خیالی سرتېری شتون نه لري.
هغه وویل (SIGAR) د نوموړي راپور د چمتو کولو پر مهال د دفاع وزارت سره هیڅ تماس نه دی نیولی او د معلوماتو غوښتنه یې هم نه ده کړې.
د ملي دفاع وزارت ویاند وویل چې په قوي احتمال سره د (SIGAR) په دې راپور کې د دفاع وزارت تشکیلاتي چتر چې ۲۳۴ زره تنه پیشبیني شوی و، د اردو د اکمال له چتر سره چې شاوخوا ۲۰۰ زرو تنو ته رسیږي؛ غلط کړی وي
هغه وویل سربېره پر دې د هېواد د اردو ۲۳ زره منسوبینو نوم او شهرت، د ترخیص، تقاعد، انفصال، شهادت، معلولیت له امله له سیستم څخه بیرون او په بېل لیست کې ځای پر ځای شوي دي؛ چې په زیات احتمال سره (SIGAR) به پدې برخه کې هم غلطي کړې وي.
احمدزي وویل اوسمهال ۹۹.۹ سلنه د ملي اردو سرتیري بایو میتریک شوي او هېڅ خیالي سرتیری شتون نه لري.
هغه دغه راز زیاته کړه چې اوسمهال د اردو ۱۶۶۰۵۶ منسوبین د APPS سیستم ته شامل شوي او د هغوي معاشونه په شفافه توګه د همدې سیستم له لارې ورکول کیږي. په پام کې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د ملي اردو ۱۸ زره نور منسوبین هم په یاد سیستم کې شامل شي. دغه راز د اردو ۱۰ زره ملکي کارکوونکي به هم په نږدې راتلونکې کې نوموړي سیستم ته ور زیات شي.
په همدې حال کې د ملي اردو ۵ زره منسوبین چې تازه د اردو لیکو کې شامل شوي، د هغوي د ذاتي دفترونو د نه بشپړوالي له امله به په نږدې راتلونکې په یاد پروګرام کې شامل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.