دفاع وزارت: د ” د کران منجان ” کان د بېرته نیولو  عملیات پیلېږي

دفاع وزارت: د ” د کران منجان ” کان د بېرته نیولو  عملیات پیلېږي

ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت د کران منجان د کان بېرته نیولو عملیات به ډېر ژر پیل شي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال  ویاند فواد امان په دې اړه رسنیو ته  ویلي، بدخشان ته يې تازه دمي ځواکونه لېږلي  دي او اوس مهال په داسې پلان کار کوي چې دغه کان بېرته له طالبانو ونیسي.

د امان په خبره، عملیاتو کې به ملي او سیمه ییزو پولیس هم برخه ولري.

د بدخشان ولایت د کران منجان کان دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوست.

Leave a Reply

Your email address will not be published.