دفاع وزارت: د طالبانو نوموتی قوماندان مولوي جندالله ووژل شو

دفاع وزارت: د طالبانو نوموتی قوماندان مولوي جندالله ووژل شو

ملي دفاع وزارت وایي: افغان ځواکونو د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ په کولیان کلي کې يې عملیات ترسره کړي دي چې په  نتیجه کې يې د مولوي جندالله په نوم د طالبانو نامتو سرګروپ له اتلسو نورو وسله والو سره وژلی دی.

د دفاع  وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: د مولوي جندالله ۹ نور کسان ژوبل شوي هم دی.

بلچراغ ولسوالي په دې وروستیو کې افغان ځواکونو له طالبانو  ونیوه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر اوسه په دې اړه څه نه دي  ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.