دفاع وزارت وايي (درقد) يې بېرته نيولې

د ملي دفاع وزارت نوې ودانېد ملي دفاع وزارت وايي د تخار درقد ولسوالي يې نيولې ده. دغه وزارت وايي د پامير ۲۰ فرقې د عملياتو په ترڅ كې نن سهار په پنځو بجو دا ولسوالي په بشپړه توګه د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغله. د دفاع وزارت وايي په دې عملياتو كې ديرش وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۹ نور ژوندي نيولي شوي دي.

د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي په دې عملياو كې يو هاموې، يوه دهشكه او نوره وسله هم د ملي اردو لاس ته ورغلې ده. سرچينه وايي په عملياو كې د ملي اردو يو سرتيرى وژل شوي يو د ملي اردو سرتيرى او يو پوليس ټپيان شوي دي.

خو په تخار كې محلي سر چينې وايي چې تراوسه هم د دغه ولسوالې د بازار په شاوخوا كې وسله والې نښتې دوام لري او د ولسوالې په اطراف كې لاهم وسله وال طالبان حاكميت لري. په شمال ختيځ كې محلي چارواكو ويلي چې د دې عملياتو لړۍ به د دغه زون نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.