دفاع وزارت: طالبان به یا سوله کوي، یا به ځپل کېږي

دفاع وزارت: طالبان به یا سوله کوي، یا به ځپل کېږي

ملي دفاع وزارت وايي، پر وسله والو طالبانو يې خپل بریدونه څو چنده زیات کړي دي

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد ویلي، پر طالبانو يې د درېیو اهدافو لپاره بریدونه زیا کړي دي

جاوېد وايي، پر طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره غواړي، د زور له لارې طالبان د سولې  بهیر ته حاضر کړي، که يې سوله نه کوله، وبه یې ځپي او مشران به یې ورته په خپل اصلي ځای کې له منځه یوسي

د دفاع وزارت چارواکو ټینګار کړی، چې له یرغلیزو بریدونو وروسته پر طالبانو زیات فشار راغلی او د هغوی ګڼ شمېر سر لاري يې  وژل شوي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.