دفاع وزیر وايي؛ پر روغتون تربرید پرته بله لاره نه وه

پر روغتون بریدد افغانستان ددفاع وزیر معصوم ستانکزی وايی، طالب جنګیالیو په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون کې سنګر نیولی و او تر بمبارۍ پرته بله چاره نه وه. ستانکزي اسوشیتید پرس ته ویلي؛ هغه د طالبانو زخمیان تداوي کېدل.

په نړیواله کچه په کندوز کې د امریکايي الوتکو له خوا د بې سرحده ډاکترانو د روغتون بمباري ترټولو غوغا جوړونکې موضوع شوه. امریکايي ځواکونو ادعا کوله چې دوی ته د افغان ځواکونو له خوا غلط کوردینات ورکړل شوي، ولسمشر اوباما بښنه وغوښته خو ددې هرڅه سربیره د بې سرحده ډاکترانو ټولنه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کوي ځکه دوی ادعا کوي‌چې د روغتون بمباري جنګي جنایت دی.

اوس د افغانستان ددفاع وزیر ویلي، د روغتون له بمبار پرته بله لاره ورسره نه وه. ستانکزی وايي، طالبانو د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په ودانۍ کې سنګر نیولی و، هغه زخمیان چې په روغتون کې تداوي‌کېدل طالبان وو، چې د کندوز په جګړه کې ټپیان شوي وو او طالب جنګیالي د خپلو ټپیانو د مراقبت لپاره روغتون ته تلل راتلل.

دفاع وزیر ویلي، طالبانو په دغه روغتون خپل سپین بیرغ د روغتون پر ودانۍ درولی و. ده ادعا وکړه چې طالبانو مشخص له همدې روغتون څخه جګړه کوله.
ده وویل، د جنګ د یو خطرناک سنګر په توګه روغتون استفاده کېده، له هغه ځایه مرمۍ اورېدې او که بمبار شوی نه وای باید څه شوي وای؟

په همدې حال کې پنتګان ویلي چې په راتلونکې اونۍ کې به د بې سرحده ډاکترانو د روغتون د بمبارۍ په پېښه یو څېړنیز راپور خپور کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.