ګلبدین هکمتیار به سبا په لغمان کې یوې لویې غونډې ته وینا کوي

د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ته نږدې سرچينې وايي، حکمتيار په لغمان کې دی، او سبا به په همدې ولايت کې يوې لويې غونډې ته وينا وکړي.

په لغمان کې امنیتي سرچینې وايي، چې په مرکز مهترلام ښار کې يې د حزب اسلامي د مشر د امنیت د ساتنې لپاره د دغه ښار په ټولو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. سرچینې زیاته کړې ده چې ټاکل شوې د اسلامي حزب د بندیانو لومړۍ ډله هم د جمعې په ورځ له بند څخه خوشې شي، چې ورسره سم به حکمتیار په دغه ولایت کې په یوه غونډه کې را څرګند شي.

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار ته په ټولو ورغلو لارو امنیتي کمربندونه اچول شوي او هر څوک چې دغه ښار ته ورځي له څو پرلپسې پلټنو وروسته ورته ښار ته د ننوتلو اجازه ورکول کیږي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې حکمتيار به سبا ورځ په لغمان کې يوې لويې غونډې ته وينا وکړي. د ده له اړخه رسنيو ته په استول شوي پيغام کې له خبريالانو غوښتل شوي، چې د غونډې د پوښښ لپاره خپل نومونه ثبت کړي، تر څو په امنيتي کمربندونو کې له خنډونو سره مخ نه شي. حکمتیار ته نږدې سرچینې وایي، چې ټاکل شوې حکمتیار وروسته کابل ته راشي او د دغه ښار د دارالامان په سیمه کې په هغې ودانۍ کې، چې د افغان حکومت له خوا ورته ځانګړې شوې میشت شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.