دملي امنیت شورا د زبیر مسعود په اړه خپلې څرګندونې شریکې کړې

د ملي امنيت شورا له الجزيرې ټلويزيون سره د زبير مسعود تر خبرو وروسته، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې زبير مسعود د ملي امنيت شورا سلاکار نه دی، او هغه خبرې چې نوموړي له الجزيرې سره کړې دی، د ده شخصي نظريات دي.
الجزيرې ټلويزيون د داعش ډلې د خراسان څانګې په اړه يو مستند فلم جوړ کړی، چې زبير مسعود پکې د ملي امنيت شورا د سلاکار په توګه خبرې کړې دي. د ملي امنيت شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې مسعود د ۱۳۹۳ لمريز کال د لړم له مياشتې بيا د ۱۳۹۵ لمريز کال تر سلواغې مياشتې پورې د ملي امنيت شورا سلاکار و، خو له دې نېټې وروسته په دې شورا کې هېڅ راز دنده او مسئوليت نه لري.
خبرپاڼې دغه راز زياته کړې، چې له الجزيرې سره خبرې د مسعود شخصي څرګندونې دي او د افغانستان د دولت استازيتوب نه کوي. مسعود له الجزيرې سره په خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې داعش ډله د تاجکستان، ازبکستان او چچين له خلکو جوړه ده. ده ټينګار کړی، چې د دې ډلې جنګيالي پر روسيه د بريد هڅه کوي او غواړي د افغانستان له لارې ځان دې موخې ته ورسوي.
زبير مسعود د غوره حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د پخواني ځانګړي استازي احمدضيا مسعود زوی دی. احمدضيا مسعود څه موده وړاندې د ولسمشر له لوري د کم ظرفيتۍ له امله له دندې ګوښه کړای شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.