ده اتلانټیک: افغان سوله کې لا هم مخالف اندونه شته دي

ده اتلانټیک: افغان سوله کې لا هم مخالف اندونه شته دي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه:

“ده اتلانتیک” له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه یو مطلب لیکي او پوښتي چې ایا امریکایان په افغانستان کې خپل ماموریت یوه ماته بولی؟

مطلب بیانوي، د عامو امریکایانو دا فکر چې آیا امریکا په افغانستان کې جګړه ګټلې او که بایللې، په راتلونکو کلونوکې د امریکا په ملکي-نظامي اړیکو اغېز پرېباسي.

مطلب کاږي چې دا به د امریکا ملکي کارمندان، له جګړې راستانه شوي پوځیان او اوسني پوځي منسوبین ټاکي چې آیا امریکا په افغانستان کې وګټله که بایلله.

مطلب پدې اړه وروستیو نظرپوښتنو ته په اشارې لیکي چې امریکايی ولس د افغانستان جګړه تېروتنه نه بولي، خو پای ته رسولو ته يې چمتو دي.

بله دا چې امریکايانو ته وتل یواځې مهم نه دي او دوی غواړي بریا ترلاسه نکړی، نه دا چې ماته خوړلي واوسي.

تر ټولو مهمه بیا دا ده چې که د امریکا وتل “ماته” وتلل شي، نو دا به د امریکا د پوځ او ولس تر منځ پر اړیکو اوږدمهاله، منفي اغېر ولري.

مطلب په پای کې واضح کوي چې لا اوس هم د افغانستان د مسلې په اړه خبره یو طرفه شوې نه ده او موافق او مخالف اندونه شتون لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.