ده هېل: د سولې اړوند د طالبانو مشرتابه ترمنځ جدي اختلافونه موجود دي

ده هېل: د سولې اړوند د طالبانو مشرتابه ترمنځ جدي اختلافونه موجود دي

ده هېل” خپرونې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او د سولې په اړه يې درې (۳) کلۍ وړاندیز کړې دي. مطلب لیکي چې د سولې کامیابي او ناکامي پر دغو دریو بنسټیزو مسلو ولاړه ده.

لومړی، د طالبانو د مشرتابه تر منځ د سولې خبرو په اړه جدي مخالفتونه موجود دي او طالبان هم د افغان حکومت په څېر دننه یو له بل سره په جنګ دي. د طالبانو سیاسي اونظامي کمیسیونه د سولې په تړاو وېشل شوي دي. د طالبانو پوځيان فکر کوي چې په جګړه يې ګټلای شي او د جنګ د ودرولو لپاره کوم نظامي دلیل نشته. ځکه د دوی ډېری يې بریا یا فتحه د سولې جوړجاړي ځایناستې بولي، ځان پیاوړی او افغان حکومت کمزوری ګڼي. او هیله من دي چې په اصطلاح “اسلامي امارت” به حاکم شي.

د طالبانو پوځی کمیسیون د امریکا وتلو ته وارخطا دی خو ښايي د طالبانو سیاسي کمیسیون د امریکا د وتلو لپاره د ۱۲ تر ۱۸ میاشتو هم ډېر وخت ورکړي.

حل دا دی چې د طالبانو پوځي مشران او د لومړي کرښې قوماندانان هم د سولې په خبرو کې راګډ کړل شي.

دویم، د طالبانو په ګډون، د جوړجاړي وروسته د افغان حکومت ډول، بڼه او د واک توازن دی.

افغان ټولنه تل د مذهب او عصري تابه تر منځ په لانجه کې پاتې ده. او اوس هم د اسلامي امارت او اسلامي قانوني جمهوریت تر منځ د نظام ماهیت پوښتنه لاپاتې ده.

مطلب بیانوي، طالبان به په پای کې واک شریکولو ته غاړه اېږدي خو د ولسواکۍ ضد یو تعبیر لري. او کېدای شي په نیمه طالباني سیسټم رضا شي، او د حکومت یوه برخه به غیرمنتخبه مشرتابه وي لکه په لبنان، مصر، ایران او پاکستان کې چې دی.خو دا جدي پوښتنه ده چې طالباني او ولسواکی فکر به څنګه ګډ کار سره کوي او تمه ده دا مسلې به په افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې حل شي.

دریم، په نظام کې د طالبانو د پخوانیو جګړه مارانو او د دوی د شبکو رایوځای کول دی. ځکه اوس تخمین دا دی چې طالبان ټولټال ۶۰۰۰۰ سړي لري چې په دوی کې جنګیالي (ټول وخت او وروسته له وخته)، قوماندانان او تسهیل کوونکي شامل دي. د طالبانو ډېری غړي د پیسو لپاره، ځینې د طالباني فکر لپاره او ځینې یې بیا د سیمه ایزو هېوادونو تالي څټي دي.

اوس په طالبانو کې په ستره کچه سوداګر طالبان هم راپیدا شوي چې د نشه ايي توکو قاچاق کوي او منظم جرمي فعالیتونه کوي.

نو، وضعیت ته چې وکتل شي، د طالبانو ټولو غړو ته دنده نشي ورکول کېدای او د طالب سوداګر به د خپل کاروبار لپاره بیا هم جرمي فعالیتونه کوي.

په پای کې به ۳۰۰۰۰ تنه طالبان په حکوت کې د ځای پر ځای کېدو وړتیا لري خو بیا هم پر افغان امنیتي بنسټونو لکه اردو او پولیس فشار راځي. د طالبانو ځینې به په محلي پولیسو، د لویو لارو پولیسو او سرحدي ځواک کې ځای پرځای کېږي. ځینې به يې خصوصي سکټور ته هم لاړ شي. په ټوله کې، حکومت به په راتلونکې کې یو ګډ امنیتي ځواک ولري.

د طالبانو مشران به د نظام هماغه غیرمنتخبه برخه وي او په وزارتونو، ولایتونو، سنا او ښايي سفارتونو کې به دندې ورکړل شي.

خو چې تېروتنه ونه کړو، طالبان به بیا هم د خپلې جګړې د علی البدل په توګه په امنیتي ځواکونو کې برلاس غواړي او دا مسله د سولې خبرو په بهیر کې یو ستر خنډ واقع کېدای شي.

نړیواله ټولنه او امریکا د اوس لپاره هڅه کوي په افغانستان کې د سولې څخه وروسته د پنځو کلونو لپاره ۵.۲ میلیارډه ډالره اقتصادي مرسته وکړي. پدې کې به د دندې رامنځته کولو پروګرام هم شامل وی.

د اوس لپاره، د افغان حکومت سقوط ډېر خطرناک دی ځکه بیا به ترهګر تولېدېږي او د امریکا ګټې به په خطر کې وي. د سولې په خبرو کې باید د ټولو اړخونو پر صلاحیتونو، سرچینو او توقعاتو سپین بحث وشي.

د امریکا لپاره د دې کره کول مهم دي چې د نن سوله د پرون جګړې څخه توپیر لري او بهتره ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.