دوبۍ پولیسو افغان مرستیال وزیر نیولی دی

دوبۍ پولیسو افغان مرستیال وزیر نیولی دیدعربي متحده اماراتو چارواکي وايي، د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یې په هوايي ډګر کې نیولی دی. عبدالرحمن ذاهد ددوبۍ په هوايي‌ډګر کې تېره میاشت نیول شوی دی.

راپورونه وايي، عبدالرحمن په باقاعده ډول دوبۍ او نورو عربي هېوادونو ته تګ راتګ کاوه او د طالبانو لپاره یې مالي بسپنې راټولولې، نوموړی د طالبانو په وخت کې جنګي سړی نه و، خو وروسته د طالبانو د سیاسي فعالیتونو مهم لوبغاړی و.

په تېرو دوه کلونو کې ذاهد له پاکستان څخه ډېرو بهرنیو هېوادونو او په تېره عربي هېوادونو ته سفرونه کړي دي. هغه د طالبانو د سیاسي فعالیتونو او غونډو لپاره هم له پاکستان د باندې څو ځله زمینه مساعده کړې ده.

په وروستیو کې د ذاهد ملا او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي وو، او پاکستان په نوموړي شک کاوه، چې د کوم بل چینل له لارې د طالبانو د خپلسره کولو په هلو ځلو بوخت دی.

راپورونه وايي، ذاهد د پاکستاني او عربي متحده اماراتو د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په ترڅ کې په نښه شوی او په هغه ورځ چې دوبۍ ته رسېدلی په هوايي ډګر کې نیول شوی دی. طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې ذاهد یو له هغو لسګونو کسانو دی، چې د طالبانو د مستقلې نمایندګۍ د هڅو په سبب د پاکستان له خوا په نښه شو.

خو ځینې حلقې بیا د ذاهد نورو فعالیتونو ته ګوري، چې ګویا هغه د جنګي طالبانو لپاره د بسپنو دراټولولو مسوول و او په دې ترڅ کې خپله هم په وړو سوداګریو بوخت شوی و.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.