دوحه کې افغان سفیر: د افغان حکومت له رضات پرته هېڅ فیصله عملي نه ده

دوحه کې افغان سفیر: د افغان حکومت له رضات پرته هېڅ فیصله عملي نه ده

محور؛ یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه:

قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ویلي، د افغانستان د حکومت له پرېکړې او رضایت پرته، د سولې هېڅ هوکړه عملي نه  ده او کوم قانوني اړخ نه لري.

دلیلي ټینګار کړی چې د سولې په تړاو که هر چېرې  ناسته کېږي، وروستۍ مرجع به یې د افغانستان منتحب حکومت وي.

هغه ویلي چې د سولې په تړاو یې له زلمي خلیلزاد سره مفصلې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر په یو ناڅاپي سفر سعودي عربستان ته تللی دی.

ځینې سرچینې وايي چې سعودي عربستان ته د ولسمشر د سفر موخه، د سولې پر پروسې د یاد هېواد له چارواکو سره بحث دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.