دولت جوړونکې ډله: د دوه زره محلونو د رایو بیا شمیرنه د وخت ضایع کول دي

دولت جوړونکې ډله: د دوه زره محلونو د رایو بیا شمیرنه د وخت ضایع کول دي

محور: یکشنبه، د مرغومی۲۲مه

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی چې وایي، د رایوو ورکولو د نږدې ۲۰۰۰ محلونو رایې دې بیا وشمېرل شي. دا ډله  وايي  په ولایتونو کې د رایو  د بیا شمېرلو بهیر د قانون خلاف او د وخت ضایع کول دي. په داسې حال کې چې په ولایتونو کې  د شکایتونو د څېړلو په برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون د دفترونو کار پای ته رسیږي. تر اوسه د کابل، خوست، او کندهار ولایتونو د شکایتونو په هکله پریکړې نه دي شوي. بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د  رایوو ورکولو په  ۲۹۲۸  محلونو کې رایې بیا وشمیرل شي. خو د ولسمشر محمد اشرف غني  په مشرۍ دولت جوړونکې ډلې د دې بهیر له پیلېدو سره مخالفت کړی دی. پنجشېر، بامیان، کندز، سمنګان، دایکندي، ارزګان، جوزجان، فاریاب، بادغیس او فراه هغه ولایتونه دي چې بیا شمېرنه په کې نه کیږي. و کتل شي چې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون څېړنې د معترضو نوماندانو قناعت تر لاسه کولی شي او که نه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.