دولت د طالبانو ډېر شرطونه منلي

د پاكستان چاپ اكسپرس تربيون ورځپاڼه د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د پخواني مرستيال قطب الدين هلال له قوله وايي چې افغان دولت له يوه شرط پرته د سولې خبرو له پاره د طالبانو له نورو شرطونو سره مخالفت نه لري. هلال وايي  په اساسي قانون كې بدلون، د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د طالب مشرانو ليرې كيدل، په قطر كې د دوى له پاره د سياسي دفتر جوړيدل او له زندانونو د طالب بنديانو خوشي كيدل هغه شرطونه دي چې افغان دولت ورسره مخالفت نه لري.

قطب الدين هلالقطب الدين هلال چې اوس د ولسمشر سلاكار دى وايي ولسمشر يوازې د طالبانو له يوه شرط سره مخالفت ښودلى چې هغه په كابل كې د لنډ مهالي ادارې جوړېدل دي .هغه وايي: (ولسشر ويلي چې نه غواړي د خلكو ټاكل شوى دولت له خطر سره مخ كړي.)

د حزب اسلامي پخوانى مرستيال وايي طالبان نور له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو په وتلو ټينګار نه كوي او وايي چې د مهال ويش له مخې بايد ووځي. دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې د طالبانو ډلې د څلور اړخيزې ناستې له ګډونوالو او د سيمې له يو شمير نورو هيوادونو غوښتي چې مخكې له دې چې مذاكره پيل كړي بايد شرطونه يې ومنل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.