دوه افغانان د جنسي تيري په تور نيول شوي

المانپه آلمان كې دوه افغان كډوال د لامبو په حوض كې په دوو نجونو د جنسي تيري له امله نيول شوي دي.  د (ډيلي ميل) د خبر له مخې دغه دوه افغان كډوال د آلمان د (اشلسويګ هولشتاين) په شمال كې نيول شوي دي.

دا افغانان يو څوارلس كلن او بل ۳۴ كلن دى چې په يوه ۱۴ كلنه او بله ۱۸ كلنه نجلى يې جنسي تيرى كړى دى.

د سرچينې د خبر له مخې دا پيښه د (اريبا) ښار د لامبو په حوض كې شوى ده. نجونو پوليسو ته شكايت كړى او وروسته دا دوه كسان نيول شوي دي. داكسان اوس بنديان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.