دوه بنګله دیشیان تښتول شوي

عوض محمد نذيريپه بغلان کې دوه بنګله دیشیان تښتول شوي دي. د بغلان د امنیې قوماندان وایی چې دا دوه کسان چې د بنګله دیش د (برک) موسسې کارکوونکي وو تیره ورځ له کندز څخه بغلان ته په لاره تښتول شوي دي.

جنرال محمد عوض نذیري وایي چې دا دوه کسان یو انجینر او بل د موسسې مالي کارمند و چې پولیسو ته یې د خپل سفر په اړه خبر نه و ورکړی. هغه وايی چې دا کسان په مرکزي بغلان کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

ویل کیږي داکسان په داسې سیمه کې تښتول شوي چې د پولیسو پوستې هم هلته وې. د بغلان پولیس وايی په نیول شویو کې یو موټر چلوونکی او یو انجینر چې افغانان دي تښتوونکو خوشي کړي او اوس له پولیسو سره بندیان دي.

تراوسه د دغه تښتونې مسولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی. تر دې وړاندې د بغلان په پلخمري ښار کې هم د کورنیو چارو وزارت د یوه پلاوي غړي چې بدخشان ته روان وو وسله والو تښتولي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.