دوه مرستیال والیان له دندو ګوښه شول

محمد جان رسولیارد افغانستان د امنیت شورا  د غزني او هلمند ولایتونو مرستیالان له دندو  ګوښه کړل. د هغه مکتوب له مخې چې د محلی ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا  هلمند ولایت ته استول شوی ویل شوي چېد غزنی ولایت مرستیال محمد علي احمدي او د هلمند ولایت مرستیال محمد جان رسولیار په خواله رسنیو کې د غیر مسولانه څرګندونو او د دولت په تګلارو او کړنو د نیوکو له امله له دندو ګوښه شوي دي.

په مکتوب کې سپارښتنه شوې چې د محلی ارګانونو خپلواکه اداره به  د دغو کسانو پرځای نور کسانو وګوماري.

محمد علي احمدي

محمد علی احمدي ډیر وخت په فیسبوک کې د حکومت په کارونو نیوکې کولې او محمد جان رسولیار په فیسبوک کې ولسمشر په نامه یو لیک خپور کړی و او اندیښنه یې ښودلې وه چې که  په هلمند کې دا حالت همداسې دوام وکړي نو ښایی ډیر ژر له  لاسه ووځي.

هغه ویلي و چې په هلمند کې په څلورویشتو ساعتونو کې له نوي ډیر سرتیري وژل کیژي خو حکومت چوپ دی. دا لومړی ځل نه دی چې په حکومت د نیوکو له امله دولتي چارواکي له دندو ګوښه کیژي، تر دې وړاندې د پکتیکا والي هم د ملي امنیت په شورا د نیوکو له امله له دندې ګوښه شوی و.

مکتوب

Leave a Reply

Your email address will not be published.