دوې برخې خلک په حکومت بې باوره شوي

افغاناند انټر نیشنل دموکراسي وروستۍ نظر پوښتنه ښیی چې له هرو درې افغانانو دوه یې په دولت باور نه لري.

افغانستان کې د انټر نیشنل دموکراسي د یوې نظر پوښتنې له مخې، د تیرو ټاکنو له نیمایی ډير ګډونوال ځوانان وو، خو له ټاکنو وروسته ځوانان په حکومتي بنسټونو بې باوره شوي دي. د هغه پوښتنو له مخې چې دموكراسي انترنيشنل د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې له ۴۰۲۰  ځوانانو كړې وايي چې خلك په حكومتي بنسټونو بې با وره شوي دي.

دا بنسټ وايي: (د پوښتل شويو كسانو له ډلې  په ملي شورا اته دیرش سلنه باور لري، په ولسمشر درې څلویښت سلنه ځوانان باور لري او  په اجرایی رییس ۴۴ سلنه باور لري او په وروستیو دوو کلونو کې له هېواده د ځوانانو تیښته دوه برابره لوړه  شوې ده)

د دغه بنسټ سلاکار ذکریا بارکزی وایی: (بی وزلي او وزګارتیا د ځوانانو لویې ستونزې دي او عامل یې کمزوری حکومت او اداري فساد بلل شوی دی.)

د دغې  نظر پوښتنې له مخې، نوي سلنه پوښتل شویو ځوانانو ویلي، سیاستوال  خپلو او د خپل قوم نو ګټو  ته کار کوي، او کله چې واک ته ورسېدل ژر یې له  خلکو سره اړیکې پرې کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.