ديرش پوليس له طالبانو سره د همكارې په تور نيول شوي

عبدالرحمان سرجنګد هلمند په سنګين ولسوالې كې تر ديرشو پورې پوليس او د ولسوالې د امنيې قوماندان له طالبانو سره د همكارى په تور نيول شوي دي. په سنګين ولسوالې كې امنيتي سرچينې وايي د هلمند د سنګين ولسوالې د امنيې قوماندانۍ د سرپرست په شمول ديرش پوليس د ملي اردو او نړيوالو ځواكونو له خوا له طالبانو سره د همكارې په شك نيول شوي.

په هلمند كې د ملي اردو سرچيېنې وايي دا كسان چې د ملي اردو له خوا بې وسلې شوې  په شوراب كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو په قرار ګاه كې ساتل كيږي او ترې څيړنې روانې دي.

خو د هلمند امنيه  قوماندان عبدالرحمان سرجنګ  وايي پردوی همدا شک کيده خواصلي ستونزه د ملي اردواوپوليسوترمنځ د لفظي شخړې له امله راپورته شوې چې په دې ترڅ کې يوپوليس وژل شوی هم دی. هغه دا تورونه ردوي او وايي داكسان به ژر بيرته خوشي شي.

خوځينې باوري سرچينو ويلي نيول شويو کسانووړاندې هم له وسله والوطالبانوسره اړيکې درلودې ځينې وخت يې مهمات هم ورکول اوپلان يې درلود چې دا ولسوالي په بشپړه توګه وسله والوطالبانوته تسليم کړي خوله دې موخې وړاندې نيول شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې هم  په سنګين كې  د ملي اردو۶۵ سرتیري وسله والوطالبانوته تسليم شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.