دیني عالمان وایې د دین په نامه د افغانستان د دښمنانو کړنې دبشر ضد دي

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا وايي، د افغانستان د خلکو دښمنان د دین په نامه د بشر ضد کړنې ترسره کوي او د علماوو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه کوي.
ددغه شورا استازو له ولسمشر سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د دغسې پېښو په اړه چې د خلکو په وژنې تمامېږي تل خپل واضح موقف څرګند کړی دی او هغه یې مردودې ګڼلې.
ویناوالو هر یو په ټول افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین ټنیګار وکړ او له ګوندونو، مدني بنسټونو، سیاسینو، فرهنګیانو او له ټولو اقشارو یې وغوښتل چې د ملي وحدت د پیاوړتیا او د خلکو د یووالي لپاره هڅه وکړي. هغوی له حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ له ولسمشر سره د هېوادوالو د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل، د سولې او ثبات د تامین، په بنسټونو کې د سراسري اصلاحاتو او د فساد د له منځه وړلو، په حکومتي موقفونو کې د علماوو څخه د کار اخیستو او د هېواد له علماوو سره د ناستو د دوام په اړه خپل پیشنهادونه شریک کړل.
ویناوالو مدني حرکتونو ته په اشارې وویل، خلک باید د یو خاص میکانیزم له مخې خپلې غوښتنې حکومت سره شریکې کړې او اجازه ورنه کړي، فرصت طلبه ډلې د دوی مدني غونډې او احساسات د ځان په ګټه وکاروي.
ولسمشر غني له دیني علماوو وغوښتل چې د دیني لارښوونو په برخه کې د خلکو پوهای زیات کړي، ځکه منحرف کسان له دین او دیني لارښوونو غلط برداشتونه لري. هغه وویل، یو ملي بحث ته اړتیا ده چې ټول په همغږۍ او ملي یووالي ګامونه پورته کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.