د آلمان د کورنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره خبرې کوي

توماس دیمیزیرد آلمان د کورنیو چارو وزیر کابل ته رسیدلی. د آلمان د کورنیو چارو د وزیر توماس دیمیزیر د دې لنډ سفر موخه له افغان چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ  د کډوالو د ستونزې په اړه خبرې دي.

ویل کیږي د دغه سفر عمده موخه له دغه هیواده آلمان ته د ورتلونکو کډوالو کاروانونه دي. په تیر میلادي کال کې آلمان دغه هیواد ته له ۱۵۰ زرو ډیر ورغلي افغانان ثبت کړي دي. په دې سره تر سوریې وروسته افغانستان دوهم هیواد دی چې ډیر اوسیدونکي یې آلمان ته تللي دي. په ۲۰۱۴ م کې بیا «۹۷۰۰ »  افغانانو له آلمان څخه د پنا ورکولو غوښتنه کړې وه.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر تر دې وړاندې ویلي و چې له افغانستان څخه په دې شمیر کسانو ورتلل ورته د منلو وړ نه دي.

هغه ویلي و چې د افغانستان ټول ولایتونو یو شان خطرناک نه دي او آلماني ځواکونه په دغه ولایت کې د امنیت په ټینګولو کې همکاري کوي، نو ډیر افغانان باید په خپل هیواد کې پاتې شي. آلمان تمه لري چې دغه هیواد ته د ورتلوونکو افغانانو په شمیر کې کموالی راشي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر نن له خپل افغان سیال سره ترکتنې وروسته به یوه ګډې خبري غونډې ته معلومات ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.