د آلمان کابینې د پناه غوښتنې په قانون کې بدلون تصویب کړ. د دې بدلون موخه د هغو لسګونو زرو نویو راغلو مهاجرو برخلیک ټاکل دي چې په تېرو څو اوونیو کې آلمان ته ورغلي.
د هغو خلکو له زیاتېدو سره سم چې په المان کې پناه غواړي، آلمان په هڅه کې دی چې د دغو پناه غوښتونکو برخلیک زر تر زره مالوم کړي. د المان پارلمان د پناهغوښتنې په قانون کې هغه بدلونونه تصویب کړل چې د وزیرانو کابینې د ۱۶ ایالتونو د استازو په ګډون وړاندیز کړي وو.
له دې قانون سره به د د پناهغوښتونکو برخلیک په لنډه موده کې مالومېږي چې آیا آلمان کې د پاتې کېدو حق لري او کنه. پر دې سربېره د هغو خلکو بېرته لېږد به هم زور واخلي چې په المان کې یې د پناهغوښتنې درخواست ردېږي.
Leave a Reply