د اجرایي ریاست ماما (محمدخان) څه ته اړولي؟

عبداللهکله چې د ولسمشری په تیرو ټاکنو کې د ټاکنیزو کمپاینونو په موخه صفونه جوړیدل، نو نظار شورا چې عبدالله عبدالله یې میدان ته وړاندې کړ او  راتلونکی حکومت د ځان بللی و په داسې یوه ترکیب سره راووتل چې یوازې په نامه یې یو پښتون مرستیال غوره کړ، هغه هم داسې یو شخص چې تر دې مخکې یې نه  چانه نوم اوریدلی و اونه یي له نامه سره آشنا وو.

که څه هم په پیل کې ټاکل شوې وه چې د اسلامي حزب د پخلا ډلې مشر عبدالهادي ارغندیوال د عبدالله عبدالله په مرستالی مشرف شي، خو نه پوهیږم چې ولې داسې ونه شول او پریکړه په محمد خان وشوه، دوی د دې له پاره دا شخص غوره کړ چې هم په خټه پښتون دی او هم د اسلامي حزب غړی (هغه حزب چې ټول عمر جمعیت او نظار شورا ورسره وجنګید)، خو دا چې کوم سیاسي جرات نه لري او دې ډلې ته د تیرو کړنو له امله پښتانه رايی نه ورکوي نویوازې د ماما په شان به ناست وي او له نامه به یې استفاده کوي.

عبداللهنظار شورا د حکومت په ترلاسه کولو سره غوښتل ډیرې نادودې په خلکو راولي ، خو ونه شول او له څو میاشتي سیاسي انډوخر وروسته یې په اجرایي ریاست راضي کړل او اوس پوره شپږ سوه کسیز تشکیل لري.

همداسې وشول کله چې حکومت برخې برخې شو نو پنځوس سلنه عبدالله او نور یې محمداشرف غني را ټینګ کړ، د عبدالله په پنځوس سلنه ونډه کې بیا هم دیرش سلنه د پنجشیر او شمال ټوپکوالو ته ورکړل شو او شل سلنه نور محمد محقق ته ورکړل شوی دی.

محمد خان ته یوازې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت (هدیه) شو نور نو هغه د چا خبره د جومات له امامته هم محروم شو، په داسې حال کې چې محمد محقق ته چې دوهم مرستیال دی د مخابراتواو معلوماتي تکنالوژی، سوداګرې او صنایعو وزارتونه، له لسو ډیر معینیتونه د لوی درستیز، ملي امنییت شورا او ملي امنیت ریاست مرستیالي او ګڼ نور ریاستونه ورسیدل.

عبداللهمحقق په دغه وزارتونو کې اوس قومي چاڼ پیل کړی او لګیا دی په یوه اوبل نامه له قانوني لارو ګومارل شوي مامورین وباسي او پرځای یې خپل قومیان ځای پرځای کوي.

محقق د ځان له پارهد دفتر رییس، تشکیل او مطبوعاتي دفتر لري، خو محمد خان د اجرایه ریاست په شپږسوه کسیز تشکیل کې نه د دفتر رییس لري او نه هم مطبوعاتي دفتر او حتی ښایي دفتر هم ونه لري.

عبدالله عبدالله همداسې شخص غوښت او محمد خان یې په همدې موخه د ځان مرستیال کړ چې بیا یې د پریکړو پروړاندې ونه دریږي اوحتی غږهم اوچت نه کړي. محمد خان اوس هم خیټه اچولې او لیګا دی یوازې د محقق صیب کسان په وزارتونو کې معرفي کوي او ډوډی خوري نور یې څه نه ښکاري.

محمد خاند محمدخان ماتې خولې له امله  د اسلامي حزب د پخلاډلې یو شمیر غړیو او نورپښتنو  شیخانو چې د ده د لومړی مرستیالی خیال پلو یې هروخت په خوب لیده او د ټاکنیزو لانجو پروخت به یې هرځای پاټک اچولی و ځانونه ګنډه کړل او لاړل اوس یا د افغان ملت د مخلوع مشر ترڅنګ چک چکې کوي او یا هم د پیازو تجارت.

که د محمد خان په ځای بل څوک وای نو حتمي به یې خپل غږ پورته کړی وای او که ډیر یې نه غوښتی نو لږ ترلږه د محمد محقق هومره خو به یې غوښتي وو، ځکه دی لومړی مرستیال دی او محقق دوهم مرستیال، خو هم صلاحیت د هغه ډیر دی او هم یې په حکومت کې ونډه ،(مشره زه یم خو …..د تا لوی دی)

img18502417

محمد خان هیڅ هم ونه کړل او هیڅکله به یې هم ونه کړي ځکه میاشت له سره معلومه وي، ده داسې اړولي لکه عبدالله او محقق یې چې خوریان وي  ځکه یوازي  خوري، څښي او (ځي) لکه (ماما) خو د نور څه په کیسه کې نه دی.

(د اجرايی ریاست لومړي مرستیاله) تر داسې بې مانا موقف او په نس مزدوری نه خو چې د صرافیو په دروازه کې د صرافانو پیسې وشمیرې هم شرافت لري نور کارونه خو پریږده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.