د اجرایی ریاست د سلاکار ساتونکو پر پولیسو ډزې وکړې

 د سلاکار ساتونکو پر پولیسو ډزې وکړېد ظاهر اغبر ساتونکو په پولیسو ډزې وکړې. ظاهر اغبر چې د پنجشیر اوسیدونکی او د عبدالله عبدالله سلاکاردى د المپیک د ملي کمیټې د رییس په توګه له غيرقانوني لارې ټاکل شوی تیره ورځ یې په کابل کې د ورزش کارانو په نامه ګڼ کسان راټول کړي وو او د عبدالله عبدالله په سپارښتنه یې د یوه لاریون په ترڅ کې له ولسمشر وغوښتل چې د المپیک په ملي کمیټه کې له لاسوهنې لاس واخلي، کله چې پولیسو د لاریون مخنیوی وکړ نو د ظاهر اغبر ساتونکو په پولیسو ډزې وکړې.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټي رییس ظاهر اغبر له سلګونو سپورت کوونکو سره یو ځای تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې اعتراضیه لاریون وکړ. لاریون کوونکي وايي ولسمشر د المپیک د ملي کمیټې په چارو کې لاسوهنه کوي. دا چې لاریون کوونکي قهرجن وو په لاره کې یې پولیسو مخنیوی وکړ.

په دې ترڅ کې فزیکي شخړه را منځته شوه او خورې ورې ډزې وشوې. په سیمه کې د پولیسو یوه افسر رسنیو ته وویل چې د ظاهر اغبر ساتونکو او لاریون کوونکو پر پولیسو ډزې وکړې. ظاهر اغبر بیا دا څرګندونې رودي او وايي چې د دوی حرکت مدني دی او د څوکي لپاره یې دا لاریون نه دی کړی.

د المپیک د ملي کمیټې ځيني غړي بیا وايي چې ولسمشر د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي.   اته میاشتې مخکې فهیم هاشمي د المپیک د ملي کمیټې ريیس وټاکل شو، چې د کمیټې د غړو په وینا د ځینو دلایلو له کبله یې دنده له لاسه ورکړه چې بیا وروسته د دغې کمیټې مشورتي بورد ظاهر اغبر د څلورو کلونو لپاره انتخاب کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.