د ارزګان د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د سادات ټینګار

د ارزګان د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د سادات ټینګار

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات تېره ورځ ارزګان ولایت ته تللی و.

 

کورنیو چارو وزارت وايي، خوشحال سادات د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت ارزولی دی.

 

جنرال خوشحال سادات ژمنه کړې چې د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې امنیت تامین لپاره به جدي کار کوي او ډېر ژر به د ارزګان اوسېدونکي د تغییراتو شاهدان و اوسي.

 

د خوشحال په خبره، د هغو ولایتونو امنیتي وضعیت ته به جدي پاملرنه وشي چې له کلونو راهېسې جګړې ځپلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.