د ارزګان ــ کندهار پر لویه لار د ملي اردو پوستو جوړېدو چارې روانې دي

د ارزګان ــ کندهار پر لویه لار د ملي اردو پوستو جوړېدو چارې روانې دي

د ارزګان ــ کندهار پر لویه لار له تېرې یوې اوونۍ راهېسې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

 

د عملیاتو موخه دا ده چې دغه لار پرانیزي

 

سیمه ییزو امنیتي مسوولینو محور ته وویل، عملیاتو کې زیات پرمختګ شوی دی او په نیول شویو سیمو کې د ملي اردو د لویو بېزونو د جوړېدو کارونه پیل شوي  دي.

 

د مسوولینو په خبره، د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

 

مسوولین وايي، د عملیاتو په پای سره به هلته د ملي اردو ستر بېزونه جوړ کړي.

 

د ارزګان ـ کندهار لویه لار له زیات وخت راهېسې تړل شوې ده چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.