د ارګ د تشريفاتو رييس له دندې ګوښه شو

محمد نسیم شریفيد ولسمشر محمد اشرف غني د تشريفاتو رييس محمد نسیم شریفي له دندې ګوښه شو. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې ولسمشر هغه له دې امله له دندې ليرې كړى چې پرون يې په كندهار كې د يوه قومي مخور پروړاندې ناسم چلند كړى و.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي: (دا چې جمهوري ریاست د هر افغان او په ځانګړي ډول د تاریخي کندهار د مشرانو عزت، شان او درناوی خپل عزت بولي، په همدې دلیل جمهور رييس دغه حکومتي مسئول له کار څخه لیرې کړ.)

د رپوټونو له مخې د ولسمشر د تشريفاتو رييس پرون له هغه وروسته د كندهار د ولايتي شورا رييس خاكريزوال په سوكونو وواهه چې په دغه غونډه كې يې د يوه ويناوال د خبرو مخالفت وكړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.