د ارګ يو ساتونكى وژل شوى

ارگپه ننګرهار كې په يوه بريد كې د ارګ د ځانګړو ځواكونو يو غړى وژل شوى دى. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي چې دا پيښه تيره شپه د بهسودو ولسوالې په تعميراتو سيمه كې شوې ده.

هغه وايي د ارګ د ځانګړو ځواكونو يو غړى صلاح الدين كورته په رخصتى تللي و چې وسله والو يې په كور بريد كړى هغه يې وژلى او مور يې ټپي كړې ده.

هغه وايي امنيتي ځواكونو په دې اړه څيړنې پيل كړې خو په تور يې تراوسه څوك نه دي نيول شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.