د استانبول پروسه – د اسیا زړه هیوادونو سیمه ایز کنفرانس

نجیب الله خاند اسیا زړه کنفرانس د استانبول د پروسي دوام دی چې د 2011  کال د نومبر په میاشت کې د ترکیې په استانبول کې د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ او یورو اشیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران را ټول شول او د یوه باثباته او امن افغانستان لپاره یې د منطقوي همکارۍ لپاره د استانبول پروسه د یوې نوې اجنډا په توګه منظوره کړه. د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ، او یورو اشيا هیوادونه اوس “د اسیا د زړه”  په نوم یادیږي.

ددغي پروسي او هیوادونو په زړه کې افغانستان قرار لري. یعني دا چې دا پروسه او د اسیا د زړه کنفرانس اصلاً د افغانستان لپاره د افغانستان د نږدې او لري ګاونډیو هیوادونو او د سیمي د نورو هیوادونو او د نړئ د سترو اقتصادي او نظامي قدرتونو یو صادقانه او په نتایجو ولاړ تعهد دی چې دوئ د یوه با ثباته او امن افغانستان لپاره سره کړی دی. افغانستان د اسیا زړه دی او د ټولي سیمي، نږدې او لري ګاونډیانو ثبات، امنیت او رفآ د افغانستان له ثبات، امنیت او رفا سره تړلی دی.

د اسیا زړه کنفرانس له پیل څخه دوه کوربانه او چلونکي لري. ځکه نو دا کنفرانس چې د اسیا په هر هیواد کې دایریږي، یو کوربه یې همیشه افغانستان وې ځکه چې ددې کنفرانس اساسي اجنډا افغانستان دی نو افغانستان ددې پروسي او د اسیا د زړه کنفرانس یو دایمي کوربه او چلونکی او کوربه هیواد یې دوهم میزبان او چلونکی دی.

سږ کال ددې کنفرانس څلورم هغه دی چې د پاکستان په اسلام اباد کې جوړیږي او افغانستان او پاکستان به یې په ګډه کوربه توب کوي. سږ کال به هم ددې کنفرانس اجنډا له تروریزم سره مشترکه مبارزه، د افغانستان امنیت او اقتصادي وده او د همکارۍ د ژمنو تازه کول دي. دا کنفرانس مهم ځکه دی چې د سیمي ټول هیوادونه د چین، هند او روسیې په ګډون چې امنیت او سیمه ایز اقتصادي پرمختګ یې له افغانستان سره تړلی ګډون کوي. ټول ګډون کونکي هیوادونه به په یوه اواز په پاکستان باندي فشار راوړي ترڅو له تروریزم سره په مبارزه کې صادقانه او عملي اقدامات وکړي. او ولسمشر غني به هم د ترهګرۍ په اړه د خپل هیواد او افغان دولت په نمایندګې خپلي اندیښني او رسمي دریځ د افغانستان له نږدې او لري ګاونډیو سره یو ځل بیا شریک کړي او په پاکستان کې د تروریستانو د خوندې پټنځایونو په اړه به د اسیازړه هیوادونو ګډه توجه او اقدامات وغواړي.

 

د اسیا زړه کنفرانس 14 دایمې غړی هیوادونه لري چې په لاندي ډول دې:

افغانستان، اذربایجان، چین ، هندوستان، ایران، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، روسیه، ترکیه، ترکمنستان، پاکستان.

د اسیا زړه کنفرانس کې 16 نور هیوادونه د همکار غړو هیوادونو په توګه غړیتوب لري چې په لاندې ډول  دې:

استرلیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسه، فنلنډ، جرمني، عراق، ایټالیا، جاپان، ناروي، پولنډ، هسپانیا، سویډن، انګلستان، امریکا. همدارنګه د ناټو، سارک، ملګري ملتونو، او اروپایې اتحادیې په ګډون دولس ستر بنسټونه او مؤسسات هم د استانبول د پروسي او اسیا زړه کنفرانس غړیتوب لري.

د استانبول پروسه  دری اساسي عنصره لري چې په لاندي ډول دې:
  • د افغانستان او د افغانستان د نږدې او لري ګاونډیو تر منځ سیاسي مشوري چې هدف یې په افغانستان کې امنیت ثبات او اقتصادي وده دی.
  • د استانبول د پروسي د موافقي په اساس د د اسیا زړه هیوادونو تر منځ د دوامداره مفاهمي، همکاریو او په لاسته راوړنو ولاړ تعهداتو په اساس د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره دوامداره تدریجي اقدامات کول.
  • او د مختلفو لویو او وړو پروسو، مؤسساتو او بنسټونو چې د افغانستان سره تړاو لري یا کار ورسره کوي ترمنځ د ښي همغږي رامنځته کول.

په دې اساس ددې پروسي او د اسیا زړه د کنفرانس ټول تمرکز په افغانستان دی چي په ټوله کې په سیمه ایز ثبات تاثیر لري. د افغانستان اهمیت او په افغانستان کې د ثبات اړین والی تري له ورایه ښکاري.

 

د استانبول پروسه- اسیا زړه کنفرانس دری ردیفه یا برخي لري چې په لاندې ډول دې:
  • د وزیرانو په کچه کنفرانس چې هر کال د اسیا زړه هیوادونو څخه په یو هیواد کې ترسره کیږي او افغانستان یې یو له کوربه هیوادونو څخه وې. په دغه کنفرانس کې د هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په کچه تصمیمونه نیول کیږي.
  • د وزیرانو د کنفرانس په تعقیب د سام یا Senior Officials Meetings) SoMs) کنفرانس دایریږي چې د پورته نیول شویو تصمیمونو د پلي کیدو په لور عملي ګامونه اخلي.
  • او دریم هم د سیمي تخنیکې ګروپ دی چې هر هیواد د نیول شویو تصمیمونو او کړنلارو د پلي کولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه او ګروپونه معرفي کوي ترڅو د شويو وعدو او نیول شوي تصمیمونو د پلي کیدو لپاره کار وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.