د اسلامي همکاریو سازمان افغان سولې بهیر سره مرسته کوي

د اسلامي همکاریو سازمان افغان سولې بهیر سره مرسته کوي

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان  سفیر حسین اوني بُتساني سره کتلي دي.

دواړو لوریو د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ښاغلي حسین اوني بُتساني  وویل، د اسلامي همکاریو سازمان په دې برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس غني له حسین اوني بُتساني  څخه همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان له لوري  د علماو د بین المللي کنفرانس د بریالي ترسره کېدوقدرداني وکړه او وې ویل، یاد کنفرانس مثبتې اغېزې او پایلې لرلې.

ولسمشر ویلي، هیله مند یوو چې د اسلامي همکاریو سازمان د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد خپلو ارزښتناکو بحثونو ته ادامه ورکړي، تر څو د ترهګرۍ او افراطیت له اړخه نړۍ ته متوجه تهدید دفعه او له منځه لاړ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.