د اسلام آباد ناسته هيلې او انديښنې

افغانستان امريكا چين او پاكستاند افغانستان، امريكا، چين او پاكستان څلور اړخيزه ناسته نن په اسلام آباد كې  پيل شوه. په دې ناسته  كې به له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه په يوه كړنلاره هوكړه وشي. د پاكستان د لومړي وزير سلاكار سرتاج عزيز د دې غونډې د پيل په مراسمو كې وويل په دې ناسته كې به په دې اړه خبرې وشي چې څنګه كولاى شي له وسله والو طالبانو سره د خبرو په موخه يوه نقشه جوړه شي.

هغه په افغانستان كې سوله او ثبات د سيمې په ګټه وبلل او ټينګار يې وكړ چې پاكستان په افغانستان كې د سولې او ثبات ملاتړ كوي. سرتاج عزيز وويل پاكستان خپل هر ګاونډي هيواد ته ارزښت وركوي. بلخوا د افغانستان د اجرايي رييس وياند جاويد فيصل وايي په پام كې ده په دې ناسته كې به پاكستان د هغو طالبانو نوملړ هم افغان دولت ته وسپاري چې له كابل سره د سولې خبرو لېواله دي.

هغه وايي پاكستان ژمنه كړې چې په دغه هيواد كې به له افغان طالبانو څخه مالي ملاتړ پاى ته رسوي. بلخوا د افغانستان ولسمشري وايي د سولې له پاره هيلې په دې پورې تړاو لري چې امريكا او چين د يوه ځانګړي ميكانيزم له لارې د پاكستان د ژمنو له عملي كيدو څخه څارنه وكړي.

سيد ظفر هاشمي وايي د اسلام آباد په ناسته كې به په دې اړه خبرې وشي چې د سولې په بهير كې به چين او امريكا رول څه وي. هغه وايي د افغانستان نړيوالو متحدينو د افغان دولت د دې طرحې ملاتړ كړى چې د پاكستان د ژمنو د عملي كيدو نظارت دې وشي.

په همدې وخت كې ځينې سرچينې وايي په دې ناسته كې به له اسلام آباد وغوښتل شي چې لږ ترلږه د طالبانو څلور ډلې د سولې خبرو ته حاضرې كړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.