د اسماعيل خان خبردارى

اسماعيل خانپخوانى جهادي قوماندان محمد اسماعيل خان وايي ښايي امنيتي وضعيت ترينګلى شي. هغه خبردارى وركوي چې ښايي تر راتلونكو دوو مياشتو پورې په هرات او ورڅيرمه ولايتونو كې امنيتي وضعيت په بې مخينې توګه ترينګلى شي.

اسماعيل خان كه څه هم د كومې مشخصې ډلې او يا اشخاصو نوم نه دى اخيستى او په دې اړه يې ډير جزيات نه دي وركړي، خو وايي ترهګر په نويو تكتيكونو او نويو وسلو ميدان ته راوځي چې امنيتي وضعيت به نور هم خراب كړي.

اسماعيل خان له خلكو  غوښتي چې له ترهګرو څخه د افغانستان ژغورنې ته چمتو شي ، هغه وايي: (مجاهدين او د مجاهدينو اولادونه دې دغه ګواښونو ته چمتو وي چې افغانستان له ترهګرو وژغوري او كه دولت په دې كار كې پاتې راشي نو تاسو بايد چمتو وى.)

پخوانى جهادي قوماندان اسماعيل خان چې د ولسمشرۍ په تيرو ټاكنو كې د عبدالرب رسول سياف مرستيال و او بريالي نه شول چې ټاكنې وګټي تر دې وړاندې هم دا ډول خبرداري وركړي وو، خو په عمل كې كومه پيښه ونه شوه او امنيتي ځواكونه توانيدلي چې په دغه ولايتونو كې امنيتي ستونزې كنترول كړي.

كارپوهان وايي اسماعيل خان هغه وخت دا ډول څرګندونې كوي چې غواړي له حكومت كوم امتياز ترلاسه او يا پرې فشار راولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.