د اطلاعاتو او كلتور وزير : مشرانو ته سپكاوى مه كوئ

عبدالباري جهانيد افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت وايي له هغو كسانو سره به قانوني چلند وشي چې د بيان د آزادۍ په نامه د افغانستان نومياليو ته سپكاوى كوي. د اطلاعاتو او كلتور وزير عبدالباري جهاني په خپله پاڼه ليكلي چې اعلىحضرت امان الله خان په هيواد كې د پرمختګ، تغير او روښانتيا يو سمبول دى.

هغه ليكي: (هيڅ مشر په دغه اندازه له خپل اولس او د هغه له ترقۍ سره د هغه په اندازه ژوره، صمیمانه او صادقانه مینه نه وي ښودلې. اعلیحضرت امان الله خان، په نړۍ کي د وخت د تر ټولو ستر استعماري طاقت په مقابل کي د سر پورته کولو او د جنگ د اعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروښ استقبال کړی او د غازي لقب یې ورکړی وو، د ارواښاد لپاره د آزادۍ ګټلو افتخار، د ټول عُمر لپاره پر افغانانو د هغه د درنښت امر کوي.)

هغه وايي اعلیحضرت امان الله خان، په نړۍ کي د وخت د تر ټولو ستر استعماري طاقت په مقابل کي د سر پورته کولو او د جنگ د اعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروښ استقبال کړی او د غازي لقب یې ورکړی وو، د ارواښاد لپاره د آزادۍ ګټلو افتخار، د ټول عُمر لپاره پر افغانانو د هغه د درنښت امر کوي. جهاني وايي ځينې كسان او په تيره بيا په خواله رسنيو كې يو شمير كسان دې ښاغلي ته سپكاوى كوي. هغه وايي بايد د دې كار مخه ونيول شي : (د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي، ملي او اولسي ارزښتونو او همداراز، د عامه ذهنیت د ساتني په ټینګار توصیه کوي چي د غازي امان الله خان او د هیواد د ټولو مشرانو په حق کي د بې حرمتي څخه دي په جدي ټوګه ډډه وسي.)

د اطلاعاتو او كلتور وزير عبدالباري جهاني وايي: (د هیواد د مشرانو په هکله څرګندوني دي، تاریخي پېښو ته په ژور پام، مسوولیت او احترام کېږي. د بیان د ازادۍ په پام کي نیولو سره به؛ موږ هیچا ته اجازه ورنه کړو چي د اساسي قانون پر خلاف، د هیواد د ملي ارزښتونو، عامه ذهنیت او شخصیتونو په هکله بې مسوولیته څرګندوني وکړي.)

هغه وايي  اعلیحضرت امان الله خان به د افغانستان په تاریخ کي د تل لپاره د استقلال د موءسس او اعلیحضرت محمد نادرخان به د هیواد د ژغورونکي او ناجي په حیث یادېږي. زموږ ملي او ویاړلي مشران زموږ د تاريخ او ملي نوامیسو حیثیت لري.

كه څه هم د اطلاعاو او كلتور وزير په دې بيان كې چاته نغوته نه ده كړې خو ښايي موخه يې د جمعيت اصلاح هغه مشر وي چې غازي امان الله خان ته يې سپكاوى كړى. په دې وديو كې چې په فيسبوك خپره شوې د جمعيت اصلاح افغانستان د مركزي شورا غړى عبدالصبور امان خان كافر بللى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.