د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د ځوانانو د ستونزو د حل تګلاره یې جوړه کړې

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره پنځه کلنه تګلاره جوړه کړې ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت  د ځوانانو مرستیال  کمال سادات وايي چې له دې وروسته به د ځوانانو د ستونزو حل او هغوی ته د کار موندنه د دولت په لومړیتوبونو کې ځای ولري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د اطلاعاتو او کلتور وزارت

دوی وایي په دې پنځه کلنه تګلاره کې د ځوانانو د مهمو ستونزو « وزګارتیا، روغتیا، سپورت او پوهنې» تمرکز شوی دی.

کمال سادات وایي له څو نړیوالو بنسټونو سره یې په هیواد کې د ننه د افغان ځوانانو لپاره د کاري زمینو د پیداکولو تړونونه هم لاسلیک کړي دي. د ځوانانو معینیت په داسې حال کې د ځوانانو لپاره د پنځه کلنې تګلارې د جوړولو خبر ورکوي  چې په هیواد کې د ځوانانو تر منځ نهیلی مخ په زیاتیدو ده.

ډیر ځوانان چې له وزګارتیا او اقتصادي ستونزو ځوریږی په خورا ستونزمنو او قاچاقي لارو له هیواد څخه بهر ته روان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.