د اطلاعاتو او کلتور په وزیر پسې څوک تبلیغات کوي ؟

عبدالباري جهانيپه دې وروستیو ورځو کې په یو شمیر حکومتي لوړ پوړو چارواکو او په تیره بیا د هغو وزیرانو او والیانو په اړه ناسم تبلیغات کیږي چې په اوسني حکومت کې د ولسمشر محمد اشرف غني له ونډې ګومارل شوي دي، که څه هم دغه تبلیغاتو ته ولسي رنګ ورکول کیږي خو په حقیقت کې د حکومت د یوې بلې برخې له خوا چې مشري یې جمعیت کوي رهبري کیږي.
عبدالله عبدالله او د جمعیت نور کسان فکر کوي چې په شمال کې د عطامحمد نور پرضد لاریونونه او خوځښتونو کې د ولسمشر ډله لاس لري او له همدې ځایه رهبری شوي دي، جمعیت غواړي په دې سره د خلکو پام له ځان بل لور ته کړي ځکه په دې ورځو کې د دغه ډلې تشې او ناخوالې ډیرې وې او خواله رسنیو ته یې ښه سوژه جوړه کړې وه، لکه د عطامحمد نور د افرادو له خوا د جنرال دوستم د انځور ښکته کول او پروړاندې یی سراسري غبرګون، د عبدالله عبدالله د لور نوی انځور چې یو شمیر تندلاري یې راوپارول، په کابل کې د پروان د پخواني والي بصیر سالنګی د کور ورانیدل چې په عمومي سړک یې ودان کړی و او نور.
خو جالبه داده چې په خپله حکومتي کسانو د دوی دا تبلیغات پرمخ وړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په اړه آوازې ټولې د باختر آژانس اوسني رییس خلیل مینوي له خوا پرمخ وړل کیدې، هغه د یک تلویزیون رییس او یو شمیر نورو ته د وزیر په اړه معلومات استول او هغوی به هم شریکول، په دې نه پوهیږم چې خلیل مینوي له باري جهاني سره څه ستونزه لري چې په اړه یې یو شمیر کسانو ته د باری جهاني او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډیر محرم اسناد هم لیږلي ترڅو په فیسبوک کې یې خپاره کړي، خو د یک تلویزیون له رییس سره یې اړیکه د جمعیت ګوند له لارې ټینګه کړې ځکه د یک تلویزیون رییس عبدالله خنجاني او په دغه تلویزیون کې یو زیات شمیر کسان د جمعیت ګوند له پاره کارکوي له هغه ځایه جلا معاش اخلي او ټول یې د ملي امنیت د سرپرست مسعود اندرابي په واسطه خپلې غوښتنې په فهیم هاشمي هم قبلوي، دوی هغه ډله ده چې له عطامحمد نور او صلاح الدین رباني په ملګرتیا یې په جمعیت کې د پنجشیر امپراطوري ونړوله او لا هم لګیا دي.
د باختر آژانس رییس خلیل مینوي یو ډیر شمیر خبریالانو ته داسې انځورونه او اسناد لیږي چې ښیی باری جهاني په فساد کې ښکیل دی او خپل اولادونه د خبریالانو په نامه له امریکا راولي او چین ته یې لیږي.
همدې ډلې آوازه خپره کړې چې جهاني له وزارت استعفا کړې ده.
د ولسمشر پر ضد بل اقدام په غزني کې د نوي ښاروال د ګومارنې مخنیوی دی چې د جمعیت له خوا رهبري کیږي او غواړي چې په غزني کې دې تاجیک ښاروال وټاکل شي. د جمعیت بل اقدام د ظاهر اغبر د تیرې ورځې لاریون و چې د لوبغاړو په نامه یې یو شمیر کسانو راټول کړي وو او په پای کې یې پولیس هم وډبول، که څه هم تر دې لاریون وروسته د حکومت اقدام جدي شو او نن یې د ظاهر اغبر بستره ورټوپک کړه، خو هغه غوښتل په ولسمشر فشار راوړي ترڅو د ده غوښتنې چې عبدالله عبدالله یې ملاتړ کوي ومنل شي.
جمعیت اوس هڅه کوي چې په ولسي جرګه کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني د استیضاح په اړه پریکړه ماته کړي او یا هم ډاډ ترلاسه کړي چې له رباني به د باور رایه نه اخیستل کیږي.
جمعیت ښه لوبه کوي او خورا ډیر لوبغاړي لري هم په حکومت کې د ننه او هم د حکومت نه د باندې، خو پر وړاندې یې کارونه همغږي نه دي او لامل یې هم د ولسمشر غفلت دی، محمد اشرف غني به په تیوریکي توګه ښه سیاستوال وي خوپه عملي ډګر کې یې مزه نشته، ځکه په دې ورځو کې ټول تبلیغات د ده ډلې ته متوجه وو، خو ده ښاغلي د یوه ښه اقدام پرځای چې لږ ترلږه د جنګ سالارانو د مهارولو په برخه کې د خلکو د قناعت وړ ګرځیدلی وای ښارته مخه کړه او د پاکولو په یوه محدود پروګرام کې ګډون وکړ.
خو جمعیت داسې نه دی، د دغه ډلې د یوه غړي مسعود اندرابي په کور کې چې د ملي امنیت سرپرست هم دی خپل منځي نښته وشوه چې ټول یې خپلوان وو، خو دوی اعلان وکړ چې د وسله والو یو برید یې شنډ کړاو داسې ډیرې نورې بیلګې….
حکومت او په تیره بیا هغو وزیرانو ته چې په اړه یې تبلیغات کیږي ښایی چې لومړی خپلې دفتري ستونزې حل کړي او بیا نورو کارونو ته مخه کړي، ځکه که خلیل مینوي نه وای نو د عبدالباري جهاني محرم اسناد او انځورونه به د یک تلویزیون رییس عبدالله خنجاني او نورو جمعیتیانو او اندرابیانو له کومه کړي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.