د افغانستان اقتصادي چارې؛ نړیوال بانک وايي ښه مدیریت شوي

د افغانستان اقتصادي چارې؛ نړیوال بانک وايي ښه مدیریت شوي

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د وروستي اقتصادي راپور له مخې، په افغانستان کې اقتصادي چارې په ښه توګه مدریت شوې دي او په اقتصادي پالیسیو کې د نورو کلونو په پرتله ښه والی راغلی دی.

 

دغه راپور وايي، په افغانستان کې لا اقتصادي مديريت پياوړی دی. د دولت پاليسيو په انفلاسيون کمولو، عوايدو راټولولو او خورا کم بوديجوي کسر په ساتنه کې مرسته کړې.

 

د دې راپور له مخې، د اقتصادي ودې نسبي ټیټوالی د دولت د پاليسيو د خرابېدو له امله نه بلکې د سیاسي خراب وضعېت، وچکالیو او نا منیو له امله دی او حقيقت دا دی چې دولت په دغو سختو شرايطو کې د ډېرو معيارونو له مخې د پاليسيو په اصلاحاتو کې منظم پرمختګ کړی دی.

 

راپور وايي د دولت عوايد په ۲۰۱۸ کال کې ۱۹۰ مليارده افغانيو ته پورته شوي،‌ چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۷ سلنه لوړوالی ښيي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د بوديجې مصرف هم تر پخوا ډېر لوړ شوی او دولت په ۲۰۱۸ کال کې ۹۲ سلنه ملي بوديجه لګولې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.