د افغانستان او د قزاقستان د ولسمشرانو کتنه

اشرف غني په قزاقستان کېجمهور رییس اشرف غني چې د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا قزاقستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی و، له خپل سیال نظربایف سره یې وکتل او په سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې اترې سره وشوې.

ولسمشر اشرف غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د زراعت وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د ملي امنیت رییس، اقتصادي مشاور او د آسیايي چارو په لړ کې د ولسمشر سلاکار مل وو.

قزاقستان ته د ولسمشر اشرف غني د دغې سفر موخه دا ده تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او زراعتي همکاري زیاته شي او دا خبرې د بحث مهم موضوعات بلل شوي. په ځانګړې توګه په دې سفر کې درې د همکارۍ سندونه لاسلیک شول چې په سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي برخو پورې اړه لري.

د دغې سفر یو هدف دا هم و چې د کابل او استانې تر منځ نه یوازې همکاري لا ټینګه شي بلکې له موجودو فرصتونو لازمه ګټه پورته شي تر څو ګټه هم ولري.

واقعیت دا دی چې قزاقستان د یو نړیوال لوبغاړي په توګه سربېره پر دې چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی په ۲۰۱۱ کال کې د هغې غوندې کوربه هم پاتې شوی چې د نړۍ ولسمشرانو د افغانستان په اړه درلوده. د دې تر څنګه قزاقستان په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په لېږلو او زېربناو په رامنځته کولو کې هم مهم رول لوبولی.

قزاقستان په افغانستان کې د غنمو د کرکیلې په هکله مهم رول لوبولی او افغانستان چې د کوکنارو لپاره د ښه بدیل په لټه کې دی هیله لري د قزاقستان له تجربو څخه د زراعت په برخه کې د یو ښه مثال په توګه کار واخلي.

د قزاقستان له تاجرانو سره د ولسمشر اشرف غني کتنه هم له ارزښته برخمنه ده. په ځانګړې توګه په دې خاطر چې افغانستان هیله لري د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته په اقتصادي برخه کې ډېره پانګونه وشي. افغانستان هیله لري چې قزاقستان د افغانستان په اقتصادي برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو لسو کلونو راپه دې خوا د دواړو ملکونو تر منځ هر راز اړیکې په ښه کېدو خو دي خو د امنیتي ستونزو له کبله قزاقستان نه دی بریالی شوی په لازمه توګه د افغانستان په اقتصاد کې برخه واخلي.

د تحصیلي همکاریو په برخه کې قزاقستان ژمنه وکړه چې افغانو محصلینو ته بورسونه ورکوي او د دې لپاره یې ۵۰ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړه.

په ورته حال کې افغانستان هیله‌من دی چې قزاقستان د مرکزي اسيا د هېواد په توګه، چې د ترهګرۍ له پراخېدا څخه اندېښمن دی، له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي تر څو د کوکنارو د قاچاقو او د ترهګرۍ مخه ونیول شي.

افغانستان ته د قزاقستان د دفاع د وزیر سفر او افغاني مقاماتو سره د هغه خبرې اترې هم په دې لړ کې د بحث وړ دي. کارپوهان په دې باور دي افغانستان سره د سیمې د نورو ملکونو اړیکې تر ډېره په امنیتي برخې راڅرخي نو ګومان کېږي چې قزاقستان ته د ولسمشر غني د سفر مهمه موخه د امنیت په برخه کې د هغوی د جدي مرستې غوښتنه وي تر څو د داعش او طالبانو په خلاف افغانستان پیاوړی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.