د افغانستان او پاکستان لوبه؛ نایب وايي، د راشد پر مټ يې ماتوو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د کرکټ د نړیوال جام په لړ کې، نن له پاکستان سره لوبه لري. د ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب ویلي، پاکستان ته يې په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړې او هڅه کوي چې نننۍ لوبه کې يې د راشد خان پر مټ مات کړي. پاکستانیو لوبغاړو هم ویلي چې نننۍ لوبه کې ممکن تاثیر لاندې وي. افغانستان تر دې وړاندې د نړیوال جام ټولې لوبې بایللې دي. د افغانستان او پاکستان لوبه، د افغانستان پر وخت وروسته له غرمې دوه بجې پیلېږي.
Leave a Reply