د افغانستان بلبل غږی سندری غاړی بیلتون ومړ

مومن خان بیلتونمومن خان بیلتون د ۹۵ کلونو په عمر د کابل په یو دولتي روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه له ډېره وخته د ناروغۍ په بستر پروت و، خو له څوکلونو راهیسې یې سترګو دید پرېښودی و او په غوږونو کوڼ شوی و.

بېلتون د لوګر ولایت اوسېدونکی و، په ماشومتوب کې یې مور او پلار مړه شول او خور یې رالوی کړ. دی د محلي موسیقی د ځلونې نامتو څېره پېژندل کېده. په لومړیو کې یې دروی غږاوه وروسته یې خپله موسیقۍ ته مخه کړه.

د بېلتون استاد د هنر د شهرت ښې شپې ورځې په ملي راډیو کې د هنرمندانو په ډله کې د هغه د فعالیت پیل و. د افغانستان ملي راډیو د محلي هنرمندانو د هنرودې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د ټولو سیمو محلي‌موسیقي یې له یوې خاصې سټډیو سره کوشېر کړه.

د هغه لومړنۍ سندرې چې خلکو به جادو ګرې سندرې بللې ډېرې مشهور شوې او بیلتون یې د خلکو ذهنونو او ذوقونو ته دننه کړ. هغه به ددېرې مجلس په ټولو پروګرامونو کې برخه اخیسته. د بېلتون لومړنی استاد دوری لوګری و، خو وروسته خپله استاد شو او د ولوګري محلي موسیقۍ په برخه کې یې زیات ځوانان وروزل.

استاد بېلتون د ژوند په وروستیو کې له اقتصادي پلوه په ښه وضعیت کې نه و، او له ګڼو جایزو سره چې د محلي موسیقار او سندرغاړي په توګه یې ترلاسه کړې وې، په غربت کې مړ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.