د افغانستان بله بريا

افغان کرکټ ملي لوبډلهد افغانستان د كركټ لوبډلې په شل اوريزو سياليو كې هم زيمبابوې ته ماتې وركړه. دا سيالۍ چې د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ  وشوې افغانستان خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې وركړه.

د افغانستان  د كركټ بورد چارواكي وايي د  دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپوهنه یې پیل کړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلهافغان ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره زمبابوې ملي لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې عثمان غني ۴۲، ګلبدین نایب ۳۷ او شهزاد محمدي ۳۳ منډې جوړې کړې.

زمبابوې لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسوله. د افغان توپ اچونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳، امیرحمزه هوتک ۱، محمد نبي عیسی خیل ۱ او ګلبدین نایب هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

ګلبدین د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو او خپله ډالۍ یې ترلاسه کړه.  افغانستان تردې وړاندې هم  يو ورځينۍيو لوبو قهرماني هم ترلاسه كړه .د افغانستان د كركټ لوبډلۍ وروستيو برياليتوبونو افغانستان د نړۍ په لسو غوره لوبډلو كې شامل كړ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.