د افغانستان جګړه پنځوس كاله دوام مومي

ويلكرسند امريكا يو متقاعد افسر  ويلكرسن وايي افغانستان يوه جيوستراتيژيكه او اقتصادي جايزه ده او لوېديځ به هيڅكله هم حاضر نه شي چې له دغه هيواده ووځي.

هغه وايي امريكا متحده ايالات به د خپلو اړتياوو او ستراتيژيكو ګټو په موخه په افغانستان كې پاتې شي.

افغانستانويلكرسن په امريكا كې  په يوه تلويزيوني خپرونه كې وويل د افغانستان په جګړه كې د القاعده او طالبانو شتون ډير مهم نه دى او په دې برخه كې مهم  چين او روسيه، د روسيې مسلمان لږكي، پاكستان، د ايران سوريې او عراق مسايل او د يوه خپلواك هيواد په توګه د كردستان مسله ده. هغه وايي دا جګړه د تيلو، اوبو او په مجموع كې د انرژۍ جګړه ده.

په داسې حال كې چې ډير لوديځ هيوادونه د افغانستان جګړه د ترهګرۍ پرضد جګړه ګڼي، خو د امريكا دا متقاعد جنرال وايي په ۲۰۰۱ كال كې په افغانستان كې مداخله شوې، خوپه دغه كلونو كې د ترهګرۍ پرضد دومره څه نه شوي لكه د جيوپولتيك او اقتصادي پراختيا په موخه چې شوي دي.

ويلكرسن ادعا كوي: (په افغانستان كې شواهد ښيي چې د افغانستان جګړه د سپتمبر د نهمې او يا يوولسمې له پيښې څو مياشتې مخكې تنظيم شوې ده.)

د ۲۰۰۱ م كال د سپتمبر په اتلسمه  بي بي سي د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواكي له قوله رپوټ خپور كړى و چې په جولاى كې امريكايي چارواكو ورته ويلي په راتلونكو مياشتو كې به پرافغانستان بريد وكړي.

جورج بوشپه ۲۰۰۴ م كال كې د امريكا متحده ايالاتو د ګوندونو (جمهوري غوښتونكي او دموكراتانو) د څيړنې يوه كميټې خپور شوى رپوټ ښيي د جورج  ډبليوبوش ادارې ټينګار كړى و د سپتمبر د نهمې او يوولسمې له پيښو مخكې په افغانستان يرغل پيل كړي.

روسیه ایران چينويلكرسن وايي د افغانستان جغرافيوي موقعيت ډير اهميت لري ځكه چې د ايران، چين، پاكستان او منځنى آسيا د هيوادونو ترمنځ موقعيت لري.

هغه وايي په افغانستان كې د امريكا شتون د سيمې واقعيتونو ته په پام دوام لري.

د امريكا د پوځي دا متقاعد لوړ پوړى افسروايي د افغانستان جګړه د راتلونكو 50 كلونو له پاره په پام كې نيول شوې او دوام به لري، ترڅو امريكا په سيمه كې خپلې موخې ښې تعقيب كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.