د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء تاسیس شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء تاسیس شوه

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.

 

په دغه فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی.

 

دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.