د افغانستان د سولې پروسې په اړه نوې ټلواله جوړه شوه

امريکاله هغه وروسته چې د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزې ناستې د اغیزناک توب په اړه خوشبینې پیکه شوې نو افغانستان د روانو ستونزو د حل په موخه د روسیې، هند، ایران، چین، پاکستان او امریکا متحده ایالاتو په ګډون د «۱+۶» ډله جوړه کړه.

رپوټونه وايی چې افغانستان د سیمې په کچه د ستونزې د حل په موخه دا نوې ډله جوړه کړې ده .په دغه ډله کې د څلور اړخیږې ناستې په ګډونوالو هیوادونو سربیره روسیه، ایران  او هند هم ورزیات شوي دي.

حنیف اتمرویل کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر «۱+۶» په کابل کې بهرنیو د پلوماتانو ته هم دا ډله معرفي کړې ده

هغه په دې اړه ویلي دا ډله د څلور اړخیږې ځای ناستې نه ده، ځکه څلور اړخیزه د امریکا او پاکستان له خوا کنترولیږي او چین یې ملاتړ کوي. خو د «۱+۶» ډلې رهبري د افغانستان په واک کې ده.

تمه کیږي چې د دغه ډلې په جوړولو سره به افغانستان د ویلو له پاره ډیر څه ولري. د هند چاپ «تایمز» ورځپاڼې لیکلي په دغه ډله کې د شاملو هیوادونو له ډلې ایران په څلور اړخیزه ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې وه، خو پاکستان او امریکا یې مخالفت کړی و.

ښايی په « ۱+۶ » ډله کې د روسیې  حضور د امریکا د ناخوښې لامل شي، دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې مسکو ویلي وو د ایران، هند او روسیې په ګډون په یوه بله ډله هم جوړه شي.

ضمیر کابلوفد افغانستان او پاکستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي د مسکو چارواکي هیله من دي چې د روان کال په اپریل میاشت کې د افغانستان په اړه په مسکو کې د روسیې ، چین او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه یوه ناسته جوړه شي.

کابلوف ویلي د چین او هند هیوادونو سره د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې ناستې د نیټې په اړه د مشورې په حال کې دی .هغه وایی دا ناسته «ځانګړی اهمیت» لري، خو روسیه له چین او هند سره د نورو طرحو په اړه له نیژدې همکاري کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.