د افغانستان د سولې په باب راتلونکې څلور اړخیزه غونډې ته یوه لنډه کتنه

ډاکټر طلا پاميرپه پام کې ده چې د روان عیسایي کال د جنورۍ په یوو لسمه په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، د امریکې د متحده ایالاتونو او چین هیوادونو د پلاویو ترمنځ یوه ګډه کارې غونده جوړه شي.

دا غونډه د افغان حکومت په غوښتنه او دهغې هوکړې پر بنا جوړېږي چې د آسیا زړه هیوادونو د کنفرانس” په څنډه کې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف تر منځ وشوه.

که څه هم، په افغانستان کې د سولې دبهیر د څرنګوالې څیړل او دسولې او ملی مصالحې لپاره دیوې عملي لارنقشې جوړول د دې غونډې اصلي موخه بلل شوې ده خو د افغانستان ډېری وګړي دې غونډې ته هیله من نه دي، د دې ناهیلۍ دلیل هم روښانه دی:

څلور هېوادونهټولو ته څرګنده ده چې له څلورو لسیزو را په دې خوا پاکستان د افغانستان پر وړاندې نا اعلان شوې جګړه پیل کړې او نېغ په نېغه زمونږ د ملک په ورانولو کې ښکېل وو او ښکېل دی. افغان حکومتونو په دغو څلورو لسیزو کې تل هڅه کړې چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.

ارواح ښاد محمد داوود خان سره له دې چې له پاکستان نه یې کرکه درلوده خو د خپلې واکمنۍ (جمهوریت) په کلونو کې یې پاکستان ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ. د پاکستان واکمنو د افغانستان د ښه نیت په ځواب کې د دوکې او دوه مخۍ تګلاره غوره کړه؛ د افغانستان د دولت مخالفو ډلو (اخوانیانو) ته یې په پټه پیسې او وسلې برابرې کړې او زمونږ په ملک کې یې د جګړې اور بل کړ چې تر اوسه یې لمبې پورته دي.

د تیرې پیړۍ په اتیایمو کلونو (۱۹۸۰) کې افغان دولت پوره ۶ کاله د ملګر ملتونو په منځګړیتوب له پاکستان سره په خبرو اترو بخت وو چی په پایله کې یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ژنیو هوکړه (۱۹۸۸) لاسلیک شوه. د امریکې متحده ایالتونو او د هغه وخت شوروی اتحاد، دملګرو ملتونو تر څارنې لاندې (UNGOMAP) د دغې هوکړې د پلي کیدو ضمانت وکړ خو، پاکستان نه یوازی دا چې د ژنیو د تړون سره سم د افغانستان په کورنیو چارو کې له “مداخلې او لاس وهنې نه لاس وا نه خیست بلکې د افغانستان پر وړاندې یې خپلې نا اعلان شوې جګړې ته زور ورکړ.

په لسګونو وسله والې، تروریستې او ورانکارې ډلې – ټپلې یې په درنو اوسپکو وسلو سمبال او د افغانستان پر لویو ښارونو برید ته وهڅولې. پاکستان د دغو ورانکارو ډلو په مټ د دملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د سولې تګلاره او هڅې شنډې کړې تر څو چې د افغانستان حکومت او د دولتي نظام ټول بنسټونه ړنګ شول. افغانستان د هر اړخیز نا تار (بحران) ژورې کندې ته ولوید او دنړیوال تروریزم (القاعده) په اډه بدل شو.

د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته، افغان حکومت دښاغلي حامد کرزي په مشرۍ پرله پسې هڅې وکړې چې له پاکستان سره د ښو اړیکو یو نوی څپرکی پرانیزي. په دې موخه ښاغلي حامد کرزي ۱۷ ځلې پاکستان ته رسمي او کارنده سفرونه وکړل خو بیا هم د پاکستان په افغان دوښمنه چلند کې کوم څرګند بدلون رانغی.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني د افغانستان – پاکستان اړیکو رغولو ته لومړیتوب ورکړ؛ د پاکستان له پوځې مشرتابه سره مخا مخ خبرو ته کښېناست. پاکستانی چارواکو ومنله چې پر افغان طالبانو اغېزه لرې او تیار دي چې له افغان حکومت سره یې خبروته راکش کړي. پاکستاني واکمنو په ښکاره، دطالبانو ځینې مشران له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنول خو په پټه یې په افغانستان کې د جګړې لمن په بیسارې ټوګه پراخه کړه.

دا هغه رڼه (روښانه) وا قعیتونه دي چې د پاکستان سره د اړيکو د رغولو لپاره په نویو هڅو کې با ید هرو مرو په پام کی ونیول شي خو، له دې ټولو ترخو واقعیتونو سر سره، په اوس وخت کې افغان دولت پرته له دې چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه پر پاکستان باندې سیاسي فشارونه زیات کړي، بله چاره نه لري.

  • په افغانستان کې د سولې د څرنګوالي په باب څلور اړخیزه غونډه چې ټاکل شوې ده د راتلونکې دوشنبې په ورځ د امریکې او چین هیوادونو د پلاویو په ګډون جوړه شي، د افغانستان لپاره پر پاکستان باندې د فشار اچولو تر ټولو ښه موکه (فرصت) ده.
  • سربېره پر دې، که د دغې غونډې برخه وال وتوانېږي چې په افغانستان کې دسولې لپاره یوه لار نقشه جوړه کړي نو دا به لومړی ځل وي چې افغانستان او د امریکې متحده ایالتونه له پاکستان او چین هیواد سره په همغږی کې د سولې ستراتیژي وړاندې کوي. کوم څه چې تر اوسه د افغانستان او امریکې لخوا دسولې په باب ویل شوي، هسې تشې خبرې، بې دوده سیاسي او تبلیغاتي لوبه وه. نن، هیڅ څوک نه پوهیږي چې افغان حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو سره څرنګه او په کومو شرایطو برابره سوله غواړي؛ په افغانستان کې د امریکې لنډ مهاله او اوږد مهاله ستراتیژي څه ده؛ پاکستان د افغانستان په جنګ کې کومې خپلې ګټې لټوي چې کیدای شي د افغانستان په سوله کې یې تر لاسه کړي؟

    د افغانستان د سولې لپاره لار نقشه به تر دیره دغو پوښتنو ته ځواب ووایې او هغه ابهام، شک او انګیرنې به چې په کورنۍ کچه (په افغانستان کې دننه) د افغانستان له ګاونډیانو سره او همدا زار له نړیوالې ټولنې سره په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړوند شتون لري، له منځه یو سي.

    په افغانستان کې د سولې په باب راز راز انګیرنې او تعبیرونه یو له هغو لویو خنډونو څخه دي چې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني له خوا دسولی لپاره هڅې یې له سختو ستونځو سره مخ کړې دي. تر اوسه د ملي یووالي حکومت په ټوله کې (په اصولو کې) هم نه دی توانېدلی چې د سولې د څرنګوالي په باب په یوه خوله خبره وکړي.

    د هند دولت چې په دغه یا هغه بڼه په افغانستان کې له پاکستان سره په نیابتي جګړه بوخت دی، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغولو او د طالبانو سره د سولې په اړوند اندیښنې او ځانګړی حساسیت لري. همدا شان د افغانستان ګاونډیان او د سیمې نور هیوادونه او نړیواله ټولنه غواړي پوه شي چې افغانستان پر کومه خوا روان دی؛ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله به د هغوی پر مشروع ګټو څه اثر ولری؟

  • په افغانستان کې د سولې لپاره لار نقشه به چې د امریکې او چین هیوادونو په ګډون جوړه شي، په یو وخت کې (په عین حال کې) په افغانستان کې د سولې بهیر ته کورنی او نړیوال ملاتړ او اعتبار ور وبخښي.
  • د سولې لپاره د افغانستان دحکومت او نړیوالی ټولنې یوه ګډه او منل شوې تګلاره به طالبانو ته هم دا ډاډ ورکړي چې د سولې هڅې ریښتینې دي او دوئ کولائ شي چې د سولې له لاره که نه ټولې خو یو لړ خپلې مشروع (معقولې) غوښتنې او موخې تر لاسه کړي.
  • په پای کې، د اسلام آباد په څلور اړخیزه غونډه کې به لکه څنګه چې پېتیل شوې ده، څلور واړه هیوادونه (افغانستان، پاکستان، د امریکې متحده ایالتونه او چین) هر یو، په افغانستان کې دسولې او ملي مصالحې دبریالیتوب په موخه یو لړ ځانګړې دندې په غاړه واخلي او په هغه صورت کې به چې که د افغان حکومت وسله وال مخالفین له تاوتریخوالي نه لاس وانخلي او د سولې له بهیر سره یوځای نشي، ګډې لارې چارې او غبرګون په ګوته ګوته شي.

—————————————————————————————-

اړونده اعلامیې:

۱- اعلامیه ملاقات چهارجانبه میان افغانستان، پاکستان، چین و ایالات متحده.

ملاقات چهارجانبه (۲+۲) میان جمهوری اسلامی افغانستان، جمهوری اسلامی پاکستان، جمهوری خلق چین و ایالات متحده امریکا، به تاریخ ۹ دسامبر ۲۰۱۵، در حاشیه پنجمین کنفرانس وزرای پروسه استانبول/قلب آسیا، در اسلام آباد برگزار گردید. در این ملاقات، محمد اشرف غنی رئیس جمهور افغانستان، نواز شریف نخست وزیر پاکستان، وانگ یی وزیر امور خارجه چین و انتونی جی بلنکن معاون وزارت امور خارجه ایالات متحده، در رأس هیئت های کشورهای شان قرار داشتند.

اشتراک کنندگان این ملاقات، حمایت شان را از وحدت، استقلال و تمامیت ارضی افغانستان تکرار نموده و بر حمایت کامل شان از حکومت وحدت ملی افغانستان که به گونه دیموکراتیک انتخاب گردیده است، تأکید ورزیدند. توافق صورت گرفت که اختیار دولت افغانستان و مشروعیت قانون اساسی افغانستان به گونه کامل، از سوی جامعه بین المللی احترام گردد.

اشتراک کنندگان این ملاقات، توافق نمودند که به هدف ایجاد فضای مساعد برای گفتگوهای صلح و گسترش همکاری های سیاسی، اقتصادی و امنیتی؛ در راستای تقویت اعتبار و اعتماد دوجانبه میان افغانستان و پاکستان، با هم یکجا کار خواهند کرد.

اشتراک کنندگان این ملاقات، تعهد کامل شان را به زمینه سازی برای یک روند سیاسی به رهبری و مالکیت افغانستان که بتواند گفتمانی را میان حکومت افغانستان و گروه های طالبان با دربرگیری گفتگو روی کاهش و قطع خشونت تسهیل نماید، ابراز داشتند. توافق صورت گرفت که مصالحه، دوام پذیر ترین گزینه برای پایان دادن به خشونت و زمینه سازی به ثبات در افغانستان و منطقه می باشد. هرچهار کشور توافق نمودند که در راستای ایجاد فضای مناسبی با هم یکجا کار نمایند که طالبان را تشویق کند تا در یک روند با معنی و پایدار مذاکرات سهیم شوند.

۹ دسامبر ۲۰۱۵

اسلام آباد

————————————-

۲- اعلامیه ملاقات سه جانبه میان افغانستان، پاکستان و ایالات متحده
جمهوری اسلامی افغانستان، جمهوری اسلامی پاکستان و ایالات متحده امریکا به زمینه سازی برای یک روند سیاسی “به رهبری و مالکیت افغانستان” که بتواند گفتمانی را میان حکومت افغانستان و گروه های طالبان در مورد آینده افغانستان و پایان خشونت راه اندازی نماید، کاملاً متعهد اند. مصالحه، مطمئن ترین راه پایان خشونت و تأمین ثبات در افغانستان و منطقه می باشد.
افغانستان، پاکستان و ایالات متحده تعهد نمودند که مساعی دپلوماتیک و سیاسی را در راستای پایان دادن به کشمکش در افغانستان، تسریع بخشند. هدف روند صلح؛ گفتگو با نیک باوری برای حل مسائل مورد اختلاف، تقویت ساحات مورد توافق و دریافت راه حلی پایدار و پاسخگو به نیازهای همه مردم افغانستان خواهد بود. هرسه کشور با هم یکجا کار خواهند کرد تا شرایطی را ایجاد نمایند که مشوق شامل شدن گروه های طالبان در یک روندی از صلح گردد که به آن ها نشان دهد که یک گزینه واقعی برای سهمگیری سیاسی دارند.
افغانستان، پاکستان و ایالات متحده تعهد نمودند که بلافاصله، آغاز گفتگوهای صلح را دقیقاً بررسی و مطالعه نمایند. هرگونه تلاش برای گفتمان میان حکومت افغانستان و گروه های طالبان به کار خواهد رفت و مورد تشویق قرار خواهد گرفت. هرسه کشور، با فوریت تدابیری را برای اعتمادسازی روی دست خواهند گرفت که باعث کاهش سطح خشونت در افغانستان و زمینه ساز برای مشارکت و مذاکرات کامل توسط همه شرکت کنندگان گردد.
افغانستان و پاکستان توافق نمودند که همه اشکال تروریسم تهدید بزرگی را متوجه هردو کشور و منطقه ساخته است. هردو کشور تعهد نمودند که از استفاده قلمروهای شان توسط هر گروه خشونت پیشه افراط گرا و طرف سومی دیگر جلوگیری نمایند و اذعان داشتند که با گروه هایی که از پیوستن به راه حلی سیاسی برای پایان یافتن کشمکش در افغانستان سر باز می زنند، باید با همه امکانات دست داشته مبارزه صورت گیرد. ایالات متحده تعهد نمود که از این تلاش ها حمایت نماید.
حفاظت از حاکمیت، وحدت، استقلال، تمامیت ارضی و وجهه اسلامی افغانستان به عنوان یک جمهوری دیموکراتیک، برای حل کشمکش فعلی، یک امر بنیادی می باشد. مشروعیت دولت افغانستان و مشروعیت قانون اساسی افغانستان باید به گونه کامل احترام گردد. حقوق همه مردم افغانستان، بدون درنظرداشت قومیت، جنسیت و هویت دینی و مذهبی، در هرگونه روند صلح مورد حفاظت قرار گیرد.
افغانستان و پاکستان تعهد نمودند که همکاری های سیاسی، اقتصادی و امنیتی دولت با دولت و روابط مردم با مردم شان را گسترش دهند. روابط دوستانه و استوار بر اصل احترام متقابل میان افغانستان و پاکستان، برای ایجاد یک فضای مساعد به روند صلح و گفتگوها و برای تأمین صلح، ثبات، رفاه و منافع ملی هردو دولت، ضروری می باشد.

۹ دسامبر ۲۰۱۵

اسلام آباد

————————————-

۳- اعلامیه مشترک مطبوعاتی ملاقات سه جانبه افغانستان-پاکستان-چین

به تاریخ ۹ دسامبر ۲۰۱۵، محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، نواز شریف نخست وزیر جمهوری اسلامی پاکستان و وانگ یی وزیر امور خارجه جمهوری خلق چین ملاقات سه جانبه یی را در اسلام آباد برگزار نمودند.

هرسه طرف توافق نمودند که افغانستان، پاکستان و چین همسایه های مهم همدیگر اند. منافع مشترک افغانستان و پاکستان و دیگر کشورهای منطقه، موجب افزایش اعتماد و همکاری های دوجانبه میان این دو کشور می گردد. چین به حمایت قوی خویش از بهبود روابط میان افغانستان و پاکستان ادامه خواهد داد و در این راستا، نقش مثبتی را بازی خواهد کرد.

هرسه طرف توافق نمودند که صلح و بازسازی در افغانستان با بنیاد منافع ملی این کشور و همچنان با صلح و ثبات منطقه ارتباط دارد. هر سه طرف از جامعه بین المللی می خواهند که به تعهدات خویش برای همکاری با افغانستان، صادقانه احترام بگذارند. چین و پاکستان به نوبه خویش، به کمک در این راستا ادامه خواهند داد.

هرسه طرف روی اهمیت پیشبرد روند مصالحه در افغانستان، به عنوان شرط مهم تحقق یافتن امنیت درازمدت در این کشور، هم نظر شدند. چین و پاکستان، بر اساس احترام به حاکمیت، استقلال و تمامیت ارضی افغانستان و بر بنیاد اصل “رهبری و مالکیت افغانستان”، برای از سرگیری و پیشبرد گفتگوهای صلح و مصالحه در افغانستان، به تمام معنی همکاری و از آن حمایت خواهند کرد.

هرسه طرف توافق نمودند که تروریسم تهدیدات خطرناکی را متوجه صلح و امنیت منطقه یی و بین المللی می سازد. هرسه طرف توافق نمودند که در یک تلاش مشترک برای رسیدگی به چالش های امنیتی، در همکاری بین المللی مبارزه با تروریسم، در مطابقت با حقوق بین الملل، سهم فعال خواهند گرفت.

۹ دسامبر ۲۰۱۵

اسلام آباد

Leave a Reply

Your email address will not be published.