د افغانستان عطر کاناډا او فرانسې ته صادر شوي

د افغانستان عطر کاناډا او فرانسې ته صادر شوي

د اختر محمد په نوم یو سوداګر په ننګرهار ولایت کې د عطرو د تولید کار خونه جوړه کړې ده.

 

اختر محمد وايي، تولید شوي عطر یې کاناډا، فرانسې او آلمان ته صادر کړي دي.

 

د اختر محمد په خبره، د افغان تولید شویو عطرو پېرونکي يې ورځ تر بلې زیاتېږي.

 

د تولید شوي شرکت مسوولین وايي، ننګرهار  ولایت کې يې لسګونه بزګر روزلي دي چې اوس مهال لسګونه جریبه ځمکه کې په کار بوخت دي او له بېلا بېلو ګلانو او بوټو عطر تولیدوي.

 

اختر محمد نیوکه کړې چې کرنې وزارت تر اوسه د دوی ملاتړ نه دی کړی.

 

دغه شرکت په ۲۰۰۳ کال ننګرهار ولایت کې جوړ شو چې تر اوسه یې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته عطر صادر کړي چې دغه عطر زیات خوښوونکي هم لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.