د افغانستان قضايي ارګانونه په پيسو اخيستل كيداى شي

جان سپکود افغانستان د بیا رغونې امریکايي مفتش جان سپکو وايي د افغانستان قضايي او عدلي ارګان تر دې بریده په فساد کې ډوب دى چې که څوک وغواړي په پیسو یې پېرلی شي. ده له برتانوۍ ورځپاڼې انډيپینډنټ ته ویلي چې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه په امریکا کې له مافیا سره تر مبارزې ډيره سخته ده.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش جان سپکو د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد خبره را پورته کړې ده.

هغه وايي: په افغانستان کې له فساد سره مبارزه، په امریکا کې د مافیا سره تر مبارزې ستونزمنه ده. داسې ويل كيږي  چې ویل کیږي د افغانستان عدلي او قضايي نظام په پیسو اخیستل کیدای شي. د افغانستان ستره محکمه په دې هکله څه نه وايي خو لویه څارنوالي بیا په دغه بنسټ کې اداري فساد ردوي.

جان سپکو ویلي ده په افغانستان کې له یو شمیر زړورو قاضیانو او څارنوالو سره هم کار کړی دی، خو اوس هغوی یا وژل شوي او یا هم د امنیتي شرایطو د ترینګلتیا له کبله له هیواده وتلي دي. ده ویره ښودلې چې د شرایطو له خرابوالي سره په افغانستان کې له پروژو څارنه هم ستونزمنه شوې ده.

هغه وايي: نا امني تر ټولو لویه ستونزه ده. اداري فساد او د نشه يي توکو کاروبار  له امنیت سره مستقيمې اړیکې لري. نشه یي توکي او قاچاقوړونكي  د افغان دولت لپاره ستر ګواښونه بلل کیږي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي تمه لري چې په راتلونكې كې به حالات سم شي. جان سپکو دغو ستونزو ته په کتو ویلي چې په افغانستان کې به حالات په اسانۍ عادي حالت ته را ونه ګرځي او ډیر  وخت به ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.