د افغانستان له وایسرای څخه هم د زلمی خلیلزاد چلند بدتر دی

د افغانستان له وایسرای څخه هم د زلمی خلیلزاد چلند بدتر دی

واشنګټن اېګزماینر د خلیلزاد په اړه په خپل یوه نوي مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان د وایسرای څخه هم د زلمی خلیلزاد چلند بدتر دی.

د مطلب لیکوال وايي چې کله محب په امریکا کې پر خلیلزاد نیوکه وکړه نو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ډېوېډ هېل داسې چلند ورسره وکړ چې عموماً يې دا وزارت د روسيې، پاکستان، سعودي او ایران له چارواکو سره کوي.

خلیلزاد چې کله د قطر د خبرو څخه وروسته واشنګټن ته راستون شو، نوهلته يې له طالبانو سره د خپلې روانې معاملې په تړاو د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو، د هند د بهرنیو چارو وزیر ویجای ګوکهال، د ناروې د بهرنیو چارو معین آډون هالورسن ته معلومات ورکړل، خو دومره زحمت یې ونه کړ چې د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني ته د خپلو هغو تعهداتو په اړه معلومات ورکړي چې له طالبانو سره يې کړي وو.

همدغه د وایسرای اکټونه دي چې خلیلزاد افغانستان اړ کوي تر څو مشخصې کړنې او تعهدونه وکړي، د اساسي قانون مواد یوې خواته کېږدي او د افغانستان ټاکنې وځنډوي.

د خلیلزاد چلند ډېر ناوړه دی، ځکه هغه د طالبانو په لاسونو کې لوبه کوي.

شمالي کوریا هم لسیزې کېدې چې له امریکا سره يې په یواځې ځان د جنوبي کوریا له شتون څخه پرته خبرې کول غوښتل ځکه دوی ځان د کوریا د جزېرې یواځینی مشروع حکومت بولي. که د شمالي کوریا دغه شرط قبلېږي، نو دا عمل پخپله د شمالي کوریا بریا ښيي آن وړاندې له هغې چې میز ته راشي.

د افغانستان د منتخب حکومت په له پامه غورځولو او د هغه حکومت منتخبو مشرانو ته حتی د معلوماتو له ورکولو څخه د ډډه کولو پوسیله خلیلزاد طالبانو ته فتحه ورنصیب کوي. طالبان هغه ډله ده چې خلیلزاد د خپل تجارت په پار د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وړاندې همکاري ورسره کړې وه.

ډېوېډ هېل هم په پاکستان کې د امریکا سفیر پاتې شوی او ښايي مسلې ته د پاکستان له عینکو وګوري او افغان چارواکي په تور لسټ کې واچوي. د خلیلزاد او ډېوېډ هېل دا کړنې له طالبانو سره د کوم تعهد څخه لاوړاندې د سیمې دولتونو ته دا پیغام ورکوي چې له طالبانو سره جوړ راشي او پدې توګه هغوی په ټول افغانستان کې د بېګناه انسانانو وژنې ته ادامه ورکړي.

که د سولې خبرې بریالۍ کېږي، اړینه ده چې د افغانستان د منتخب حکومت پر مشروعیت ټینګار وشي نه دا چې بابېزه وګڼل شي. دا پوره بده خبره وه چې خلیلزاد د وایسرای اکټونه کوي او ډېوېډ هېل د محب په بدېع او بیان پسې ګرځي، خو د طالبانو حقیقت ته سم پام نه کوي. دا نو بیا بېخي بده ده، چې د یوې بېړنۍ معاملې په پار د لسګونو کلونو په ډيپلوماټیکو اصولو سترګې پټې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.