د افغانستان پېچلی وضعیت؛ ناټو وايي خپل ځواکونه نه باسي

د افغانستان پېچلی وضعیت؛ ناټو وايي خپل ځواکونه نه باسي

د ناټو سازمان یو جګپوړي چارواکي ویلي، د افغانستان وضعیت په سم لوري نه دی روان او دوی به له دغه هېواد خپ سرتېري بهر نه کړي.

د چارواکي په خبره، دوی نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مسوولیت لري او هېڅکله به په بېړه افغانستان پرېنږدي.

د ناټو مخکښ چارواکي مارشال سټوراټ ټینګار کړی، چې تر هغه به يې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه روانه وي، څو یې چې دغه هېواد کې ترهګري پای ته نه وري رسولي.

داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګنې امریکا له سوریې  وروسته افغانستان څخه خپل سرتېري بهر کوي.

له ناټو وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو هم د سرتېرو ایستل تېروتنه بللې وه؛ خو روسیې، ایران او پاکستان بیا خوښي څرګنده کړې وه.

افغان حکومت په وار ورا  ویلي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان پر وضعیت ځکه  تاثیر نه کوي چې افغان سراېري پیاوړي شوي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.